د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عمران خان او طاهر القادري احتجاج جمهوري دی او که نه؟


د عمران خان پلویان
د عمران خان پلویان

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کی د پاکستان تحریک انصاف او پاکستان عوامي تحریک په زرګونه پلویان د حکومت پر ضد راعونډ شوي او له تېرو درو ورځو راهسې احتجاج کوي.

پراګ: د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کی د پاکستان تحریک انصاف او پاکستان عوامي تحریک په زرګونه پلویان د حکومت پر ضد راعونډ شوي او له تېرو درو ورځو راهسې احتجاج کوي.

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان تور لګوي چې په ۲۰۱۳م کال کې په ترسره شوو ټولټاکنو کې درغلۍ شوې وې او اوس دي د ده په وینا ، د مسلم لیګ (ن) ډلې حکومت استعفی ورکړي.

د پاکستان عوامي تحریک مشر طاهر القادري بیا په پاکستان کي د سیاسی او جمهوري نظام د ختمولو په موخه د ټاکل شوي وزير اعظم نواز شریف د استعفي غوښتنه کوي.

اوس پوښتنه دا ده چي ایا عمران خان او طاهر القادري چې په حکومت د خپلو غوښتنو د منلو لپاره د احتجاج کومه لاره غوره کړېده هغه له جمهوري روایاتو سره سمون خوري او که نه؟

د پاکستان په لاهور ښار کې مېشت د سیاسي چارو کارپوه ضیاالدين وايي ً عمران خان چې د دې اوږده لاریون [لانګ مارچ] له کبله له کومې سیاسي ناکامۍ سره مخامخ شوی دی ، له هغه دا څرګندېږي چې اوس به د پاکستان په سیاست کې د غيرو منظمو ډلو په وسيله د بدلون روايت ختم شيً.

ضیاالدين زیاته کړه چې ً حقيقت دا دی چې مخکې به همیشه د پاکستان پوځ دا ډول ډلې جوړولې او اسلام اباد ته به يې استولې او د هغو ډلو تر روانيدو وړاندې به پاکستاني پوځ مداخلت کاوی ، خو دا مهال ممکنه ده د نورو وجوهاتو له امله پوځ هغه پخوانی کردار ادا نه کړً.

د ضیاالدين په وینا ، عمران خان چې کومو قوتونو ګمراه کړی وو او دا باور يې ورکړی وو چې ستا تر لاریون وړاندې به پوځ مداخلت وکړي ، هغسې ونه شو.

په پېښور کې د سیاسي چارو او نړیوالو اړیکو کارپوه ډاکټر اعجاز خټک بیا وايي چې د دا ډول سیاسي ګوندونو رامنځته کيدل د پاکستان د مرکزي سیاسي نظام نيمګړتیاوې په ګوته کوي.

څېړونکی او خبریال امتیاز عالم وايي چې کله هم سیاستوال د اقتدار هوس ته ليواله شي نو بیا ترې غلطی پرېکړې [فیصلې] کېږي.

امتیاز عالم زیاته کړه ، ً زما په فکر د عمران خان او طاهر القادري زړونه د اقتدار په چوکۍ ناستې ته ډېر ليوال دي. د دې له کبله دوی نه کوم نظام مني او نه کوم سیاسی روایت ، او غواړي چي له پارلیمانه بهر د احتجاج له لارې خپل مقصدونه تر لاسه کړيً.

امتیاز عالم د داسې احتجاج د اغېز په اړه وايي ً د دې له امله جمهوري نظام ته هم خطر پېښېدای شي. [په] پاکستان کې هم د دا ډول احتجاجونو له وجي ټاکل شوي حکومتونه راغورځېدلي دي. خو اوس داسې ښکاري چې د دوی [عمران خان او طاهر القادري] د دې تحریک وروستۍ سلګۍ ديً.

يو شمېر څېړونکي داسې فکر کوي چې که څه هم د عمران خان او طاهر القادري ځينې غوښتنې د پاکستاني آيين خلاف دي خو د نواز شریف حکومت هم باید له زغمه کار واخلي او د جوړ جاړي له لارې دا مسله هواره کړي.

XS
SM
MD
LG