د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت د باران له اغېزمنو سره د مرستو اعلان وکړ


په پېښور کې د باران اغېزمن
په پېښور کې د باران اغېزمن

د خیبر پښتونخوا حکومت په پېښور کې د باران له کبله د وژل شوو او ژوبل شوو کسانو د کورنیو لپاره د مرستو اعلان کړی دی.

پېښور: د خیبر پښتونخوا حکومت په پېښور کې د باران له کبله د وژل شوو او ژوبل شوو کسانو د کورنیو لپاره د مرستو اعلان کړی دی.

په پيښور کې د تېري جمعې په ورځ د زیات باران له کبله اتلس کسان وژل شوي وو او شاوخوا شپېته کسان نور ټپي شوي وو.

د باران له کبله دا ځاني او مالي زیان د پېښور په شاوخوا سیمو یکه توت ، پهندو ، فقیر اباد ، دیر کالوني ، نوتیه او رنګ رود کې رسېدلي وو.

ځايي خلک وايي چې د مالي زیان په پېښو کې د یو جومات او یوې مدرسې تر څنګ د یوولس کورونو نړېده او یو شمېر نورو ته زیان رسېده شامل دي.

د دې بارانونو له امله له اغېزمن شوو کورنیو سره د مرستو اعلان د خیبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر تېره ورځ په یو خبري غونډه کې وکړ.

اسد قیصر وویل چې دوی به د وژل شوي کس کورنۍ ته درې لکه او د هر ټپي شوي کس کورنۍ ته یو لک روپۍ ورکوي. ده وویل چې له هغو کسانو سره به هم مرستې کوي چې کورنو ته یې زیان رسېدلی دی.

د خیبر پښتونخوا د حکومت له خوا د مرستو تر اعلان وړاندې د پاکستان مرکزي حکومت د دې اغېزمن شوو کسانو لپاره مرستې اعلان کړې وې.

په پېښور کې د باران له کبله دا اتلس کسان په داسې وخت کې ووژل شو چې د خیبر پښتونخوا وزیراعلی پرویز خټک د مرکزي حکومت ړنګولو لپاره په اسلام اباد کې په روان احتجاج کې شامل دی.

ځايي خلک وايي چې د تحریک انصاف د خیبر پښتونخوا په اسلام اباد کې ً نڅاګانې کويً او په پېښور کې د وژل شوو غم ور سره نشته. خو اسد قیصر وویل چې دوی ته خپلې زمه وارۍ مالومیدي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:11 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG