د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان وايي، پر کاروان یې کاڼي ویشتل شوي دي


پر ټولنيزه مېډيا د ټويټر له لارې په يو پيغام کې د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان خپل يو بيان کې وويل چې د دوی پر لاريون شاوخوا څلور سوه کسانو کاڼي ويشتلي دي.

په انتخاباتو کې درغليو خلاف خپلې غوښتنې او د نواز شریف په مشرۍ اوسنی حکومت ړنګولو خلاف د پاکستان تحريک انصاف پر لاريون نن «جمعې ورځ» د پنجاب په ګوجرانواله ښار کې کاڼي ويشتل شوي دي چې پکې ځینې خلک هم زخميان شوي دي.

پر ټولنيزه مېډيا د ټويټر له لارې په يو پيغام کې د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان خپل يو بيان کې وويل چې د دوی پر لاريون شاوخوا څلور سوه کسانو کاڼي ويشتلي دي.

دی په خپل یو بل پيغام کې زياتوي چې حکومت څه هم وکړي خو ازادي مارچ نشي درولی، «زه به په اسلام اباد کې پر دې خبرې کوم»

د پاکستانيو مطبوعاتو له مخې د پاکستان واکمن ګوند «مسلم لیګ ن» کارکنانو د تحريک انصاف د مشر پر کنټېنر کاڼي اورولي دي.

خو د مسلم لیګ ن یو مشر او د اورګاډي مرکزي وزیر سعد رفیق رسنو ته ویلي چې د تحریک انصاف پلویانو د هغوی د ګوند پر دفتر برید وکړ چې په غبرګون نښته رامنځ ته شوه.

بلخوا د پنجاب صوبې وزيراعلى شهباز شريف دا پېښه سنجیده اخيستې ده او ويلي دي چې عمران خان ته نوره سيکيوریټي هم ورکوي.

وزير اعلى د پنجاب له پوليس مشره د دې پيښې په اړه رپورټ هم غوښتی دی او ويلي دي چې د ذمه وارو خلاف دې کاروايي وکړل شي، څوک چې هم امن خرابوي هغوی دې ونيول شي.

د دې ترڅنګ د طاهر القادري انقلاب مارچ هم د اسلام اباد په لار دی او دا وخت د پنجاب له جهلم ښاره تېرېږي، ډاکټر طاهر القادري په وينا چې دوی به تر ماښامه اسلام اباد ته ورسي.

دواړو ګوندونو د اسلام اباد له انتطاميې د احتجاج اجازت نامه هم ترلاسه کړې ده.

د خيبر پښتونخوا او د ملک له نورو برخو راغلي خلک دا وخت د اسلام اباد پر زيرو پواينټ د عمران خان په انتظار دي.

دا خلک تير ماښام د خېبر پښتونخوا وزير اعلى په مشرۍ اسلام اباد ته راسيدلي دي.

د امنیت داخله چارو وزارت سخت امنيتي ګامونه اوچت کړي دي او د پوليسو، رينجرز او د ايف سي ۲۱زره اهلکاران د اسلام اباد امنیت ټینګوي. فضايي څارنه هم کېږي.

بلخوا د سپريم کورټ صدر لخوا د ملک ایين خلاف د ممکنه اقدام يو درخواست په اړه سپريم کورټ ويلي دي چې عدالت به مشوره کوي او که ضرورت وو نو عبوري حکم به هم جاري کوي.

په دې درخواست کې ويل شوي دي چې موجوده صورتحال کې د ولس حقونه معطل کيږي که اسلام اباد کې دهرنه ورکړل شوه نو د ملک چارې اغېزمنېدای شي.

په دې اړه جسټس اصف کوسه وينا وه چې د درخواستکونکي دریځ دا دی چې چېرته د ۲۰۰۳م کال د درېیم نومبر ګام اوچت نه کړل شي.

د پاکستان تحريک انصاف دریځ دا دی چې تر څو د دوی غوښتنې نه منل کيږي نو په اسلام اباد کې به یې احتجاج جاري وي.

XS
SM
MD
LG