د لاسرسي ځای

تازه خبر

قومي مشران: که انتخاباتي لانجه وغځېږي، پر ضد يي اعتراضونه کوو


قومي مشران وايي، انتخاباتي ستونزو د هېواد پروضعیت منفي اثر کړی او که انتخاباتي لانجه له دې هم اوږده شي، دوې به یې پر وړاندې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.

د افغانستان د جنوب ختیځ زون د شپږو ولایتونو قومي مشرانو، د دې زون د ګډې قومي شورا د جوړیدو له اعلان سره سم، په ټاکلي وخت د انتخاباتو نتیجو د اعلان غوښتنه وکړه.

دوی ویل، انتخاباتي ستونزو د هېواد پروضعیت منفي اثر کړی او که انتخاباتي لانجه له دې هم اوږده شي، دوې به یې پر وړاندې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون بیا وایي، د انتخاباتو پر پروسه جدي کار روان دی او په لږه موده کې به یې نتایج اعلان او د خلکو اندیښنې به له منځه لاړې شي.

د افغانستان د جنوب ختیځ زون د شپږو ولایتونو« پکتیا، پکتیکا، خوست، میدان وردکو، غزني او لوګر ولایتونو» قومي مشرانو غوښتنه وکړه، چې د روانې میلادي میاشتې ترپایه باید د انتخاباتو نتیجه اعلان شي.

دوی د پنجشنبې په ورځ د جنوب ختیځ زون د قومي مشرانو د شورا د جوړولو په غونډه کې له ټولو ښکېلو انتخاباتي ادارو وغوښتل، چې د انتخاباتو پروسه دې نوره پای ته ورسوي.

دوی ویل، انتخاباتي لانجو د هېواد پر امنیتي، اقتصادي او د خلکو پر ذهنونو ناوړه اثرکړی او که په دی پروسه کې بیا هم د نویو نویو خڼدونو د رامنځته کولو هڅې وشي، دوي به یي پرضد خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي، قومي مشر فیض اله فیضان او امیر محمد ملکزي وویل:

″۱- موږ د انتخاباتو په پروسه له ټولو غیر قانوني غوښتنو او فرمایشاتو سره مخالف یو، موږ یي تر قیامته پورې نه شو تحمل کولای، موږله خپلو رایو څخه دفاع کوو.

۲- موږ حیران یو که رايي نه ورکوو راته وایي ترهګر دي او که رایي ورکوو وایي تقلب یي کړی دی، موږ خپل حق غواړو او زموږ رایو ته دی احترام وشي.″

دوې ویل، دافغانستان خلکو په ډیرو سختو شرايطو کې د خپلې خوښې کاندید ته رایې ورکړي، خو له بده مرغه په مختلفو بهانو د دې پروسې غځولو خلک اندیښمن کړي دي.

دوې ویل، هیچا ته به حق ورنه کړي چې د دوی پررایو سترګې پټې کړي.

د جوړې شوې غونډې پریکړه لیک ډاکټر کمال سادات ولوست چې؛ په یوې برخه کې راغلي و، د انتخاباتو کمیسون او دواړه کاندیدان دې د ملت د ګټو په خاطر ترهیڅ فشار لاندې نه راځي او دغه لانجه دې د قانون په رڼا کې ژر تر ژر پای ته ورسوي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون بیا ډاډ ورکوي چې د انتخاباتو پر پروسه جدي کار روان دی، په لږه موده کې به پای ته ورسیږي او نتایج به یې اعلان شي، د دې کمیسیون ویاند نور محمد نور ازادۍ راډیوته وویل:

″د انتخاباتو پروسه په منظمه توګه پرمخ روانه ده، ډیر ژر به د خلکو انتظار پای ته ورسیږي، د تفتیش پروسه روانه ده او د دې پروسې وروسته به نتایج اعلان او جمهوررییس په ډاګه شي.″

د جنوب ختیځ زون د شپږو ولایتونو د نوي اعلان شوي شورا د مسئولنیو د معلوماتو له مخې دا شورا اوس مهال یوسلو اوه لس غړي لري، رهبري هیئت يي له شپیتو قومي مشرانو جوړ او دارانشاء ته یې یوسلو اتلس تنه ګمارل شوي دي.

له دې شورا سربیره له دې وړاندې خپله کاندیدانو، ملي سوداګرو، مدني فعالانو او ځوانانو د انتخاباتو د ژر تر ژره نهایي کېدو غوښتنې کړي دي.

راپور: خان محمد ″سیند″

XS
SM
MD
LG