د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې بمي چاودنه، تر شلو زیات کسان ژوبل


د کوټې په پرینس سړک د سېشنې او چارشنبې په منځنۍ شپه نامالومه وسله والو پر هغه دوکان لاسي بم برید کړی چې پکې د پاکستان ازادۍ ورځې په مناسبت جنډیانې پلورل کېدلې.

د کوټې په پرنس سړک د سېشنبې او چارشنبې په منځنۍ شپه نامالومه وسله والو پر هغه دوکان لاسي بم برید کړی چې په کې د پاکستان ازادۍ ورځې په مناسبت بېرغونه خرڅېدل.

د کوټې پولیس وايي، دوه کسانو چې په موټر ساييکل سپاره ول، پر دغه دوکان يې لومړی لاسي بم برید وکړ، وروسته يې هوايي ډزي وکړې او په تېښته کې بریالي شول. په دې برید کې ټپي شوی دوکاندار چې په سیول روغتون کې تر درملنې لاندې دی، مشال راډيو ته يې د سترګو لیدلی حال داسې بیان کړ.

“زه په دوکان کې دننه ولاړ وم چې لومړی يو کس راغی او په موږ پسې يوه دروازه وتړله او وروسته يې تر هغې بلې دروازې لاسي بم را غوځار کړ. بیا يې ډزي وکړې او په تېښته کې بریالي شول”

د سیول روغتون د حادثاتو څانګې ډاکتر عبدالرشید جمالي وايي، ټول يې دوویشت ټپيان سول روغتون ته راوړي، چې په کې دوه سخت ژوبل دي.

له لاسي بمي بريده په دوکان کې ولاړ کسان او لارويان هم ژوبل شوي دي. د سليم په نامه يو اته کلن ماشوم هم په دغه ټپيانو کې وو.

“ما په دوکان کې د پاکستان ازادۍ د ورځې لپاره بېرغونه خرڅول چې د پاکستان بېرغونه هم ول، او د پښتونخوا ګوند بېرغونه هم. بس بالا دروز شو.”

د بلوچستان کورنيو چارو وزیر سرفراز بګټی چې تر پېښې وروسته د کوټې سنډېمن روغتون ته ولاړ، له رسنوالو سره يې په خبرو کې وویل، د کوټې په شمول په ټول بلوچستان کې د پاکستان خپلواکۍ ورځې جشنونه لمانځل کېږي، او په دغه ډول بریدونو کې هغه قوتونه لاس لري، چې ورته له څنګلوريو هیوادونو د ترهګرۍ لپاره مرسته کېږي.

د تېري شپې بمي چاودنې پړه لا تر اوسه هېڅ یوې وسله والې ډلې نه ده منلې، خو بلوڅ بېلتونغوښتونکې وسله والې ډلې تل په دغه مياشت کې هغه کسان په نخښه کوي، چې د پاکستان خپلواکۍ ورځ لمانځي.

XS
SM
MD
LG