د لاسرسي ځای

تازه خبر

کلاعبدالله: ګوزڼ ضد درې ورځنی کمپاين پېل شو


په بلوچستان کې له ډيسېمبر ۲۰۱۲ څخه بیا تر روانې مياشتې پورې د پولیو يواځې يو کیس رپوټ شوی، چې هم دا صوبه په ۲۰۱۱ م عیسوي کال کې په ټول پاکستان کې د پولیو په کیسونو کې په لومړي نمبر وه.

د بلوچستان د صحت څانګه وايي، له دوشنبې «ګل ورځ» یې په کلا عبدالله او شاوخوا سیمو کې ګوزڼ ضد درې ورځنی کمپاين پېل کړي، چې د يونيمو لکو په شاوخوا کې ماشومانو ته به د ګوزڼ ناروغۍ ضد څاڅکي ورکړي.

د صحت د څانګې له خوا رسنيو ته په لېږل شوي خبر کې ویل شوي، دا پرېکړه يې وروسته له هغه کړې چې شاوخوا دوې اوونۍ وړاندې په کلا عبدالله سیمه کې د ګوزڼ نوی کیس رپوټ شوی وو، او يوه درې کلنه ماشومه د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوې وه. ډاکتر افتاب کاکړ چې په کلا عبدالله کې د پولیو د څانګې مشر دی، مشال راډيو ته وویل، په شاوخوا دېرشو يونين کونسلو کې يې کمپاين روان دی.

؛ د پولیو کمپاين په کلا عبدالله او چمن سیمه کې له نن سهاره روان دی. ټولو کليو او يونين کونسلو ته زموږ ټيمونه يا ډلې رسېدلې دي. او کار يې پېل کړی دی. د کلاعبدالله ټول دېر يونین کونسله دي، او په دې ټولو کې به د پولیو دا کمپاين درې ورځې دوام ولري؛.

په داسې حال کې چې هم نن په چمن او کلا عبدالله کې د پولیو کمپاين پېل شو، هلته د چمن پولیسو مشال راډيو ته وویل، نن غرمه ددې ښار په قندهاري بازار کې يوې چاودنې لږ تر لږه څلور ولسي وګړي ژوبل کړي. خو افتاب کاکړ وايي، د دوی کمپاين نه هم دې چاودنې متاثره کړی او نه هم تراوسه پورې ددوي ډلو ته د امنيت په اړه کوم ګواښ شته.

؛نه نه! دا چاودنه خو په ښار کې وشوه، او په هغه کې څو کسان يواځې ټپيان وو. له دې سره زموږ کمپاين بېخي هيڅ هم متاثره شوی نه دی. د خدای فضل دی چې تر اوسه پورې زموږ په ټوله ضلع کې داسې کومه پېښه رامنځته شوې نه ده. او نه هم کوم اختار راکړل شوی دی، چې ګواکې زموږ د پولیو د ډلو کار ورڅخه متاثره شي؛.

د ویلو وړ ده چې په بلوچستان کې له ډيسيمبر ۲۰۱۲ څخه بیا تر روانې مياشتې پورې د پولیو يواځې يو کیس رپوټ شوی، چې هم دا صوبه په ۲۰۱۱ م عیسوي کال کې په ټول پاکستان کې د پولیو په کیسونو کې په لومړي نمبر وه.

XS
SM
MD
LG