د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر اېجنسۍ: په میدان کې اوس هم په زرګونه کورونه ویجاړ پراته دي


د خیبر ایجنسۍ د لرې پرتې سیمې تیرا میدانه بې کوره شوي خلک وايي چې ((د دوی زیاتره قبیلې تیرا میدان ته ستنې شوي دي خو تر اوسه هغه اسانتیاوې نه دی ورکړل شوي چې د کومو وعدې ورسره شوې وې،دوی وایي چې په دې وروستیو کې د خیبر پښتونخوا ګورنر او پولیټیکل چارواکو هم د تیرا میدان دوره کړې وه خو تر اوسه پکې کوم ترقیاتي کارونه نه دي شورو شوي او په زرګونه کورونه ویجاړ پراته دي))

عبدالواحد آپریدی چې په دې وروستیو کې تیرا میدان ته تلی و مشال ریډیو ته یې وویل وایي چې(( د تیرا نقشه بدله شوې ده،هر څه وران شوي دي،کورونه،بازارونه او سکولونه ړنګ شوي دي،خلک په خپله لګیا دي خپل وران کورونه د خټو نه جوړوي،خو له ډېرو ستونزې سره مخامخ دي،دلته په ټول میدان کې یوه ښځینه ډاکټره هم نشته، د ملاریا غوندې طبې علاج هم پکې نه کېږي،د خلکو پټي شاړ شوي دي،تر اوسه پکې داسې څه په نظر نه راځي چې حکومت پکې د خلکو د ښیګړې لپاره څه هلې ځلې پیل کړي وي))

د تیرا میدان د خلکو د اندیښنو او غوښتنو په هکله مو چې کله په خیبر هاوس پېښور کې د ایجنسۍ ایډیشنل پولیټیکل ایجنټ غلام حبیب رای واخیسته نو دوی وویل (( موږ یو ځل بیا په دې راروانه اونۍ کې تیرا میدان ته ځو، موږ سره به یو شمیر نړیوالو ادارو کارکونکي هم ځي او هلته به خلکو ته د صحت،تعلیم او کورونو اسانتیاوې ورکولو لپاره سروې کوو او سرکونه به هم ورله جوړوو))

یاده دې وي چې تیر کال د جنورۍ په میاشت کې د خیبر ایجنسۍ په لرې پرته سیمه تیرا میدان کې د تحریک طالبان پاکستان وسله والې ډلې او حکومت پلوه وسله والې ډلې انصارلاسلام ترمنځه د نښتو له امله په زرګونه خلک بې کوره شوي وو او د دوی کورونه سوزول شوی وو، خو اوس دغه خلک تیرا میدان ته بیرته ستانه شوي دي او وایي چې اسانتیاوې دې ورکړل شي....

XS
SM
MD
LG