د لاسرسي ځای

تازه خبر

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د رایو تفتیش ټیمونو زیاتولو ته چمتو دی


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي. که د دواړو کاندیدانو او نړیوالو څارونکي حاضر وي، تیار دی چې د رایو د تفتیش د کار د چټکولو لپاره د ټیمونو شمېر زیات کړي.
حاضردمه دوه سوه ټیمونه د رایو د تفتیش کار پر مخ بیايي.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مرستیال عبدالرحمن هوتکي ازادي راډیو ته وویل چې په راتلونکو دوو ورځو کې به، چې سیستم برابر او فعال شي، څرګنده شي چې د رایو د تفتیش کار کله بشپړېږي.
د عبداله عبدالله د انتخاباتي ټیم څارونکي پرون وروسته له دې کمیسیون ته د رایو د تفتیش بهیر ته ورغلل چې د ملګروملتو خاص استازي او عبدالله عبدالله خبرې وکړې او د رایو د ابطال په شرایطو کې یې یو شمېر نور موارد زیات کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG