د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتنو پر شاتګ مې ډېر ځوروي. بابت لالا


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:24:50 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په بلوچستان کې د پښتون ملت پاله او واکمن ګوند، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ  یو مشر او په صوبایي حکومت کې د ځنګلاتو، حېواناتو او چاپېریال څانګې  سنبالوونکی عبیدالله جان بابت وایي، د خپل ژوند ۴۰ کاله یې د پښتانه قام خدمت ته ورکړي دي او لا هم هېڅ ستړیا نه محسوسوي، بلکې ارزو لري چې نور هم ډېر خدمتونه خپل ولس او خاورې ته وکړي. نوموړي د مشال رېډیو په ځانګړي پروګرام «د مشال مرکه» کې زموږ د خبریال نیاز موساخېل مېلمه وو.   عبیدالله جان بابت د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې له جېل او زندان سره یې نږدې اړیکه پاتې شوې ده او واکمنانو به د پښتنو لپاره د مبارزې په ځواب کې دی له ستړیو سره مخامخولی. د ده په خبره، د پخواني پوځي واکمن جنرل ضیاالحق په خلاف او د ډیموکراسۍ په حق کې تر ټولو لومړۍ جلوس د ده ګوند او مشرانو رااېستلی وو، چې ده هم پکې برخه اخیستې وه.   بابت زیاتوي، دی چې کله وړوکی او زدهکوونکی وو، نو له هغه وخته یې ملتپاله سیاست ته مخه وکړه او په لومړي سر کې یې د پښتون ملتپالي ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د زده کوونکوو په سازمان کې شامیل شو او له دغه ګوند او  پښتون ملتپالي سیاست سره یې تړون تر ۴۰ کاله زیات عمر لرلو وروسته اوس هم جاري دی. د ده په خبره پښتون ملتپاله سیاست کې یې برخه ځکه واخیستله چې وطن یې په خبره، له بدو شپو ورځو سره مخامخ دی.   نوموړی د یوې پوښتنې په ځواب کې وایي، چې د نړی بېلابېل هېوادونه یې کتلي دي او کله چې پښتون وطن ورسره موازنه کړي، نو ډېر توپیر ورته څرګندېږي او د ده په وېنا دغه توپیر دی ډېر ژړوي، ډېر کړوي او ډېر یې دردوي.   دی زیاتوي اوس چې د واک او اختیار رسۍ پلاس ورغلې ده، نو ډېر پلانونه لري چې د خپل ګوند له نورو واکمنو غړیو سره به د وطن قیسمت بدلولو هڅه وکړي.   د ده په خبره، دغه هڅې لا هم روانې دي، چې له هغو یو د تعلیم او صحت په څانګو کې لوړې لوړې منصوبې پر مخ روانې دي او تر څنګ یې، له پامه غورځول شوې پښتو ژبه د تعلیم او نصاب برخه ګرځولو کارونه ترسره رسېدلې دي.   عبیدالله جان بابت له خپل نامه سره لګېدلي (بابت) په اړه دلچسپ مالومات وړاندې کوي او وایي چې دا نوم هېڅ مانا نه لري، بس دا د ګراني (مینې) نوم دی،چې خپل تره ورباندې اېښی وو. د ده په وینا د خپل تره لخوا په اېښودل شوو نومونو کې د ده په برخه (بابت) راغلو، خو د نورو وروڼو په برخه بیا پاټې،کاټې او ساټې غوندې نومونه ورغلل. د نوموړي په غونډو کې د وينا یا تقریر انداز ډېر خوندور او پر زړه پورې وي. هره وېنا یې له ټوکو او ټکالو ډکه وي. دا چې په وینا کې یې دغه رنګ له پخوا شامیل وو او که دا اوسنۍ خبره ده؟   نوموړی د پوښتنې په ځواب کې وایي چې له پخوا یې په خپلو ويناګانو کې مزاحیه رنګ ګډ کړی وو او دا څه د ده په خوښه یا دانسته نه وو، بلکې دا یې د مزاج فطري برخه ګرځېدلې او تل یې ولس خوښوي.   له عبیدالله جان بابت سره د مشال مرکه پوره برخه دلته اورېدای شۍ.        

XS
SM
MD
LG