'شمالي وزیرستان کې ګرځبندیز له ژونده اېستلي یو'
د شمالي وزيرستان قومي او سياسي مشرانو نن(شورو په ورځ) د پېښور خبریالانو مرکز کې په يوه خبري غونډه کې له حکومته غوښتنه وکړه چې په شمالي وزيرستان کې دې له تېرو شپږو ورځو راهیسې روان ګرځبندیز «کرفيو» ختم کړي. قبایلې مشرانو وويل چې په شمالې وزيرستان کې د ګرځبندیز له وجې یې د خوراک څښاک توکي ختم شوي دي او ځینې مريضان هم هسپتال ته د نه رسېدو له لاسه په خپلو کورونو کې مړه شوي دي