د لاسرسي ځای

تازه خبر

جمهوریت (د پاکستان دولت او ملت جوړونه)


جمهوریت (د پاکستان دولت او ملت جوړونه)
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:13:53 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په سیاسیاتو او د نړیوالو اړیکو په علومو کې د یوه دولت جوړونه، تعمیرونه او رغاونه او د یوه ملت جوړونه او رغاونه دوه بېلا بېل اصطلاحات دي. په مختصره او ډېره ساده توګه که ووایو نو د دولت جوړونه د هېواد ادارې او نظام جوړول دي. خو د ملت یا د ولس جوړونه د هېواد ټولو اوسېدونکو ته یوه پېژندګلوي ورکول دي. هر کله چې د ملت جوړونې عمل پوره شي نو په هغه هېواد کې اوسېدونکي ټول یوه پېژندګلوي یا شناخت لري. د دې یو ښه مثال د امریکا دی.  په امریکا کې د نړۍ د هر هېواد اوسېدونکي اوسي، او د خپلې خاورې اوسېدونکي یې ډېر لږ دي، خو هلته د ملت جوړونې عمل د هېواد ټول ولس ته د (امریکايي) په نوم پېژندګلوي او شناخت ورکړی دی.  په ۱۹۴۷ز کال کې چې پاکستان د یوه نوي دولت یا ریاست په توګه جوړ شو نو د له هغه وخت راهیسې د هېواد مشرانو د یوې ټولیزې پېژندګلوۍ یا په بله مانا د یوه ولس یا قام جوړولو هڅې پیل کړې.  په دې عمل کې د پاکستان مشرانو دا دریځ هم خپل کړ چې هېواد د اسلام په نوم جوړ شوی دی او د پاکستان پر خاوره که څه هم بېلا بېل قامونه اباد دي خو د اکثریت مذهب او دین اسلام دی نو پر همدې اساس دا نوی دولت یا ریاست یو او متحد ساتل کېدای شي.  په هېوادونو کې د قام یا ولس جوړونې عمل څومره مهم دی؟ په پاکستان کې د ملت جوړونې عمل څنګه شوی دی؟ په هغه هېواد کې مرکزیت د هېواد بېلا بېل قامونه څنګه د هغوی له حقونو او سرچینو بې برخې کړي دي؟ په پاکستان کې د اسلامي امت تشخص یا پېژندګلوۍ ایا د هېواد ولس یو کړی دی؟ همداراز، د ملت په جوړونه کې د سختدریځي فکر کارونې د ولس پر ژوند څه اثر کړی دی؟ د یوې جمهوري ټولنې د جوړولو لپاره باید په پاکستان کې څه ډول قام جوړونه او دولت جوړونه وشي؟  دا او نورې پوښتنې مو د جمهوریت په دې خپرونه کې څېړلې دي.  خپرونه تاسې د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

برخې

ټولې برخې وګورئ
XS
SM
MD
LG