د لاسرسي ځای

تازه خبر

جمهوریت (د افغانستان انتخابات او د هېواد ولسواکي)


جمهوریت (د افغانستان انتخابات او د هېواد ولسواکي)
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:11:10 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د اپرېل پر پینځمه نېټه چې د افغانستان کالهېندارې د حمل له شپاړسمې سره سمون خوري، په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو څوکیو لپاره انتخابات وشول. د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، په انتخاباتو کې له ۱۲ میلیونه قانوني رایه ورکوونکو څخه له اووه میلیونه زیاتو کسانو خپلې رایې وکارولې او د خپلې خوښې نوماندانو ته یې ووټونه ورکړل.  په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات د افغان ولس لپاره څه مانا لري؟ افغان ولس ولې خپلې رایې وکارولې؟ افغان ولس اوس د رایو شمارلو پر وخت د انتخاباتو له خپلواک کمېسیونه څه هیلې لري؟ په انتخاباتو کې د ګڼو افغانانو ګډون وسله والو ډلو، ګاونډیو هېوادونو او د نړۍ هېوادونو ته څه پیغام ورکوي؟ ایا د افغانستان ملي امنیتي ځواکونه د هېواد امنیتي چارې ساتلای شي او که نه؟ دا ځل په انتخاباتو کې څومره درغلي شوې ده؟  دا او نورې پوښتنې مو د جمهوریت په نننۍ خپرونه کې څېړلې دي.  خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ. 

برخې

ټولې برخې وګورئ
XS
SM
MD
LG