د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې کډوال خپلو سیمو ته ستنېږي


 د کورمې کډوال خپلو سیمو ته ستنېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:17 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په قبایلی سیمه کورمه ایجنسۍ کې له قدرتي افتونو سره د مبارزې  ادارې چارواکي وايي چې له وسله والو پاک کړل شویو د علي شېرزو ځینو سیمو ته د د اغېزمنو کورنیو ستنېدلو لړۍ یې پېل کړې ده. د چارواکو په خبره په دې لړ کې یې نن د ګل ورځې څخه د پېتوې علي شېرزو نژدې ۵۰ سیمو ته به څلور زره او دوه سوه کورنۍ ستنوي. په سیمه کې د ادارې یو مشر عمران وزیر مشال ریډیو ته وايي چې کوم خلک په خپله خوښه خپلو سیمو ته ستنېدل غواړی نو له هغوی سره به مرستې کوي. اورکزو اېجنسۍ سره پر پوله په علي شېرزو سیمه کې تعمیرٍ وطن، کوه سفید او  اپریشن ماموزي په نامه بیا بیا پوځي عملیات ترسره شوي دي.  په ۲۰۰۹ کال کې د وسله وال طالبانو خلاف پوځي عملیات له شروع کېدو وروسته د علي شیرزو سیمو متاثیرینو خلکو خپل کورونه پرېښي ول. ځايي مشر ملک حاجی سلیم خان اورکزی وايي چې د زیاتره خلکو کورونه ړنګ شوي دي او د اوسېدو قابل نه دي نو پکار ده چې حکومت له دوی سره د کورونو بیا جوړاولو کې هم مرسته وکړي.   عمران وزیر هم د دغه خبرې تصدیق وکړو چې په علي شیرزو کې د یو شمېر خلکو کورونه ړنګ شوي دي. نوموړی وايي چې حکومت د بې کوره شوو خلکو کورونو بیا رغولو په لړ کې د سیمې له متاثرینو سره د مرستې کولو اراده لري. د طارق اورکزي راپور    

XS
SM
MD
LG