د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتنو خاوره په هېڅ صورت تقسیمولو ته نه پرېږدو


د پښتنو خاوره په هېڅ صورت تقسیمولو ته نه پرېږدو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:24 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په باچاخان مرکز پېښور  کې د ګل پر ورځ خبري کانفرنس ته د عوامي نېشنل ګوند یو مرکزي مشر او د پښتونخوا د اطلاعاتو پخواني صوبايي وزیر میا افتخار حسین د پښتونخوا په اسمبلۍ کې د هغه دوه قراردادونو په کلکه  مخالفت  وښود، چې پکې د هزاره صوبې جوړولو  او د صوبې نوم  له خیبر پښتونخوا  و هزاره پښتونخوا ته اړولو وړاندیز شوی دی.  میا افتخار وايي، چی پښتانه لا د وړاندې تقسیم کړل شوي دي  او دوی  نور د پښتنو وېش په هېڅ صورت نه مني. د ده په خبره پاکستان تحریک انصاف ته په پاکستان کې ترټولو زیاتې رایې/ووټونه پښتنو ورکړي دي او باید دغه ګوند د پښتنو خاورې د وېشلو له خبرو ډډه وکړي.  نور تفصیل له پېښوره د غلام غوث په راپور کې  

XS
SM
MD
LG