د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سندرو امېل، له هارون باچا سره


د سندرو امېل، له هارون باچا سره
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:21:39 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. په نننۍ خپرونه کې د عصمت الله په نوم له یو افغان رباب جوړوونکي او پلورونکي سره خبرې کوو. دی وايي، دا هنر ورته له پلار، نیکه ورپاتې دی او دا چې د رباب په جوړولو کې یې یو لړ نوښتونه کړي دي. دی وايي، د بغلان ولایت دی خو په کابل او پېښور کې اوسي. عصمت الله وايي، په پېښور کې ربابونه لري او چې څوک یې غواړي وراستوي یې. دی وايي، خلک ورته د انټرنیټ له لارې رسېږي او له ده ربابونه غواړي. عصمت الله وايي، اروپا او امریکا ته هم ربابونه استوي. د ده په خبره، پخوا به ربابونه ډېر ښکلي نه ول، ده یې په جوړولو کې نوښتونه کړي دي او ډېر ښایسته جوړوي. عصمت الله خپلو ربابونو ته تاج په سروي. په خپرونه کې د رباب نغمې هم درخپروو. د سندرو امېل د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

XS
SM
MD
LG