د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سندرو امېل (د انځورګر مراد خبرې)


د سندرو امېل (د انځورګر مراد خبرې)
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:22:16 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. په نننۍ خپرونه کې مو د سوات مېنګورې له یوه انځور ګر سره خبرې کړې دي. مراد وايي، له وړوکتوبه یې له انځورګرۍ سره مینه وه او د انځورګرۍ لومړنۍ زده کړې یې له خپلې مور کړې وې. دی وايي، تر دې وروسته یې د اسلام اباد په هنرکدې کې هم زده کړې کړې دي. دی وايي، زیاتره انځورونه یې د سوات ښایسته سیمې او د سوات رومانوي فضا ښيي. مراد د سندرو امېل په خپرونه کې وویل، دی له انځورګرۍ پیسې نه ګټي ځکه چې د سیمې اوسېدونکي یې بې وزله خلک دي. په خپرونه کې د تل په څېر سندرې هم درخپروو. د سندرو امېل خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

XS
SM
MD
LG