مصر یو بل کړکېچ ته داخیلېږي
د مصر د پوځ مشر او د دفاع وزیر جنرل عبدالفتاح السیسي د دې هیواد له خلکو غوښتې دي چې د جمعې په ورځ دې د پوځ د هغه اقدام په ملاتړ کوڅو ته راووځي او مظاهرې دې وکړې چې نوموړی يې د ورانکارۍ او ترهګرۍ په ضد مبارزه ګڼي. د مشال راډیو همکار احمد شاه اعظمي په دې اړه د منځني ختيځ د چارو له یوه کتونکي نجم الله برهاني سره مرکه کړې او په لومړي سر کې ترې پوښتلي چې د السيسي دا بيان به مصر پر کوم لور بوځي؟ برهاني په ځواب کې وايي