د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان پر ستونزه په امریکا کې ولسي اورېدنه


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:19 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د امريکا د کانګرېس د بهرنيو چارو کمېټۍ د چارشنبې په ورځ په بلوچستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه يوه اورېدنه کوي چي د بشري حقونو د مبارزينو او سيمه يزو چارو د کارپوهانو سربېره عام ولس ته بلنه ورکړل شوې چي په بلوچستان کې د روانو حالاتو په اړه خپل نظر شريک کړي. د امريکا د کانګرېس د بهرنيو چارو کمېټۍ دا اعلان تېره اونۍ وکړی چي دوی به په بلوچستان کې د روانو حالاتو په اړه يوه ولسي اورېدنه کوي. د دې اورېدني مشري به د امريکا په کانګرېس کې ريپبلکن غړی ډانا روهرابوچر کوي خو د عيني شاهدينو په توګه به په پاکستان کې د بشري حقونو د څار د ادارې مشر علي دايان حسن، د جارج ټاون پوهنتون استاده کرسچين فير او د پوځي چارو کارپوه او ليکوال رېليف پيټرز ګډون پکې کوي. په دې اورېدنه کې عام ولس ته هم بلنه ورکړل شوې چي په بلوچستان کې د روانو حالاتو او په دې صوبه کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه خپل نظر شريک کړي او شواهد وړاندي کړي. د مشال تر رڼا لاندي بحث هم دې موضوع ته ځانګړی شوی دی. بلوڅ سياستوال او پخوانی سنيټر ثناء بلوڅ ، د بلوچستان د بشري حقونو پخوانی مشر ظهور احمد شاهواني او په کوټه کې خبريال او څيړونکی شهزاده ذوالفقار مو ميلمانه دي. د بحث لپاره د بلوچستان د کورنيو چارو له سيکټر نصيب الله بازی سره هم ځانګړې مرکه شوې ده. عبدالحی کاکړ د بحث کوربه توب کوي.

XS
SM
MD
LG