د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سندرو اميل: د رسول بادشاه مړينه د سندریزې نړۍ یو ستر زیان


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:22:55 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پښتو ژبې د نامتو سندر غاړي رسول بادشاه بې وخته مړينې که يوې خوا ته د پښتو موسيقۍ د مينه والو زړونه غمجن کړل نو بلې خوا ته يي دا حقيقت هم يوارې بيا په ډاګه کړ چې هر کله پښتانه هنرمندان ناروغه او له کاره پريوځي نو د فن او فنکار د روزنې او پالنې له پاره جوړې دولتي ادارې د دوی هيڅ په ښيګړه نه راځي- د پاکستان تيلويزيون د پيښور څانګې پخواني جنرل مينيجر فرمان الله جان له مشال راډيو سره په خبرو کې د حکومتي ادارو دغه کمزوري مني او وايي چې حکومت بايد بې وزلو او ناروغه هنرمندانو ته پر وخت د مرستو رسولو په مقصد يوه غښتلې پاليسي جوړه او په ريښتينې توګه یې عملي کړي. د سندرو اميل د دې اونۍ په خپرونه کې چې د مشال همکار هارون باچا يي جوړوي، د ارواښاد رسول بادشاه د لوړ هنري استعداد په اړه د هغه د نږدو ملګرو خبرې او د نوموړي وييلې په زړه پورې سندرې اوريدلای شۍ-

XS
SM
MD
LG