د لاسرسي ځای

تازه خبر

له شريکو ګټو مخ اړول د هيچا په ګټه نه دي.هیلري


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:15 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

امريکا د پاکستان له لوري په جرمني کې د افغانستان په اړه کېدونکې بون کانفرنس څخه د بائيکاټ پر فيصله افسو س څرګند کړی دی . د امريکا د بهرنیو چارو وزيرې هيلري کلنټن ويلي له شريکو ګټو څخه مخ اړول د هيچا په ګټه نه دي. د فرانس خبري اژانس په وينا هيلري کلټن په جنوبي کوريا کې د يوه کانفرنس پر وخت وويل چې هيله منه ده کېدای شي داسي لاره وي چې د يو باثباته او پياوړي افغانستان په اړه په نړيوالو هڅو کې پاکستان څه ګټه ورسوي. امريکا له پاکستانه پر خپله فيصله د بيرته غور کولو غوښتنه کړې ده. بل خوا د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم د پاکستان وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني ته تيلي فون کړی او ځيني غوښتني يې دي چې پر خپله فيصله دي غور وکړي. پاکستان په بون کانفرنس کې د ګډون نه کولو اعلان له هغه وروسته کړی چې څو ورځي وړاندي په مومند ايجنسي کې يې د نيټو په بمبار کې شاوخوا ۲۴ عسکر ووژل شو. پوښتنه داده چې د پاکستان دا فيصله څومره منطقي ده، دا به په بون کانفرنس څه اغيز وکړي او خپله دا فیصله په سيمه کې د پاکستان ګټو ته څومري تاوان رسولی شي دا ، او نوري پوښتني د مشال تر رڼا لاندي بحث کې څيړو. په کابل کې د افغانستان د سياسي چارو کارپوه اسماعيل يون او په پيښور کې د دفاعی چارو کارپوه بريګيډيئر سعد محمد خان مو ميلمانه دي.

XS
SM
MD
LG