د لاسرسي ځای

تازه خبر

دقبایلو سیمو لرغوني آثار حکومتي او ولسي پاملرنه غواړي


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:36:51 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

لرغونپوهان وايي ،د پاکستان قبايلي سيمې له لرغونو آثارو ډکې دي، خو له بده مرغه ددغه آثارو د خوندي ساتلو لپاره هیڅ حکومتي پاملرنه نشته. د کرښې پر غاړه نني پروګرام کې لرغونپوه ډاکټر صمد خان وايي، چې د خیبر پښتونخوا په هره ضلعه کې له ۳۰۰ نه واخلې تر ۴۰۰ پورې داسې لرغوني ځایونه دي چې ددغه سیمې د ولس تاریخ پکې پټ دي.دی زیاتوي چې په غیر قبایلي سیمو کې دومره زیاته لرغوني آثار دي نو د دوی په خبره چې قبایلي سیمې خو د تاریخپوهانو په خبره د لرغوني تهذیب دروازه ویل کېږي.چې لا یې هم د راسپڼېدو کار پاتې دي. ډاکټر صمد زیاتوي که په قبایلي سیمو کې په لرغونو آثارو باندې په ساینسي بنیادونو تحقیق او پلټنه وشي نو دا به د جنوبي او مرکزي اسیا د تاریخ بڼه واړوي. د کرښې په غاړه نني پروګرام مېلمنو لرغونپوهانو پر قبایلي ولس غږ وکړ چې لرغوني آثار دهغوی تاریخي میراث دی او باید دوی یې په خپله ساتنه وکړي چې راتلونکو نسلونو ته د خپلو نیکونو تاریخ روغ رمټ پاتې شي. د نن په خپرونه ؛ د کرښي پر غاړه ؛ کې هم دغه موضوع زموږ همکار مجيد بابر د خيبر پښتونخوا د آثار قديمه او د عجايب ګرونو د ادارې مرستيال ډاکټر صمد خان، د عجايب ګرونو ډايريکتر ندا الله صحرايي او د قبايلي سيمو او سېفران وفاقي وزير انجينير شوکت الله خان سره څيړلی دی

XS
SM
MD
LG