د لاسرسي ځای

تازه خبر

ماسټر علي حیدر مو میلمه دی


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:28:07 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

ماسټر علي حیدر نه یوازې دا چې د نورو سندرغاړو لپاره ښایسته طرزونه جوړ کړي ، موسیقي یې برابره کړې ده ، بلکه پخپله یې هم په خپل خوږ اواز او په خپلو ګل ورینو سندرو د پښتنو زړونه خوشاله کړي دي. ماسټر وايي تر څه وخته پورې یې چې سندرې وویلې نو مرۍ یې خرابه شوه ، او د سندرو نه پاتې شو او یوازې به یې نورو سندر غاړو ته سندرې جوړولې ، خو بیا وروسته بیرته د هنرمندې نغمې په ډاډګیرنې او تشویق یې بیا سندرې پیل کړې . ماسټر وايي چې ده ډیر ښاغلي شاګردان روزلي چې ورکې لطیف ننګرهاری او فرزانه ناز هم شامل دي. ددې پروګرام جوړونکی نجيب عامر دی.

XS
SM
MD
LG