د لاسرسي ځای

تازه خبر

سندرغاړی حیات ګردېزی له حکومته ګیله لري


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:52:32 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

دتاترې خپرونې په دې خپرونه کې مو میلمه دافغانستان پیژندل شوی هنرمند ( حیات ګردیزی ) دی ،نوموړی دهغو هنرمندانو په لیکه کې ولاړ دی چې دافغانستان موسیقۍ ته یې ډیره وده ورکړيده او دهنر شهرت یې په پښتنوخوا او نورو ټولو هغو سیمو کې خور دی . حیات ګردیزی دافغانستان د هنرمندانو د ټولنې مشري هم په غاړه لري او ورسره په څنګ کې په دودیزه ولسي موسیقۍ کې د خپلو مینه والو تنده هم ماتوي . نوموړی وايي دافغانستان حکومت د هنرمندانو د ژوند پرمخ تګ او هوساینې ته هیڅ ډول پام نه کوي ، دده په وینا دامهال په افغانستان کې ګڼ شمیر داسې هنرمندان شته چې دخپل عمر په وروستي پړاو کې دي ، له موډه لویدلي ، نه یې څوک راډیو ته بولي ، نه تلویزون او نه هم کنسرتونو ته . ګردیزی وايي ده څو وارې د کنسرتونو د لارې ګټلې پیسې په دا ډول نادارو هنرمندانو ویشلي دي . دنوموړي سره د نجیب عامر او د مشال د اوریدونکو بنډار په تاتره خپرونه کې اوریدلی شئ .

XS
SM
MD
LG