د لاسرسي ځای

تازه خبر

میا ګل اورنګزیب خاورو ته وسپارل شو


میا ګل اورنګزیب
میا ګل اورنګزیب

د پخواني سوات ریاست اخري ولې عهد ( د والي ځای ناستی ) میا ګل اورنګزیب د ورپېښې ناروغۍ له کبله د شپږ اتیا کالو په عمر کې د اتوار په ورځ په سوات کې وفات شو. د نوموړي د جنازې لمونځ په شاهي محل سیدوشریف کې وشو چې په سلګونو ولسي کسانو پکې برخه واخیستله خو حکومتي چارواکي پکې نه ترسترګو کیدل.

د میا ګل اورنګزیب جنازه
د میا ګل اورنګزیب جنازه

سوات په ۱۹۶۹ کال کې دپاکستان سره شامل شو او ځانګړی حیثیت یې ختم شو، هماغه وه چې میاګل اورنګزیب هم دوه وارې ګورنر وټاکل شو ، یو وارې د هغه مهال د صوبه سرحد او یو وارې د بلوچستان.

میا ګل اورنګزیب همدارنګه څو وارې د پاکستان د قومي اسمبلۍ منتخب غړی هم پاتې شوی دی.

نوموړی په کال ۱۹۲۸ کې په سیدو شریف کې زیږیدلی و ، او د هغه مهال د سوات د ریاست د والي میا ګل عبدالحق مشر زوی و.

دسوات یو قومي مشر او د میا ګل اورنګزیب نږدې دوست حاجي رسول خان د نوموړي د شخصیت په اړه وايي :

(( دده د ډیرو زیاتو خلکو سره پیژندګلوي وه ، دنیا کې یې له هرچا سره تعلقات ساتل، داسې کس به نه و چې ده به ورسره نه پيژندل. په ملک دننه او د ملک نه بهر به یې د خلکو ستونزې ترخپله وسه پورې هوارولې. ))

د سوات یو لیکوال فضل ربي راهي بیا د نوموړي د شخصیت او کار په اړه وايي :

(( د نوموړي ډیر لوی حیثیت او اسر و رسوخ و ، همداوه چې خلکو ترې ډیره تمه هم کیده، خو د خلکو د غوښتنو مطابق نوموړي د سوات لپاره هغه کارونه نه دي کړي. خو ددې باوجود هغه یو په زړه پورې شخصیت و او خلکو هغه ډیر زیات خوښولو. د هغه یادونه به د سوات د خلکو په ذهنونو کې تر ډیره وخته پورې ژوندي وي.))

دسوات یو شمیر نورو خلکو هم مشال راډیو ته وویل چې دوی د میاګل اورنګزیب په مړینه سخت خپه دي. میا ګل اورنګزیب د سوات د شاهي خاندان اخرنی نفوس لرونکی کس ګڼل کیده چې له نړۍ یې سترګې پټې کړلې.

XS
SM
MD
LG