د لاسرسي ځای

تازه خبر

سخت دريځه اسلام پالو د چين د تر ټولو لوی جومات امام وژلی


رويټرز خبري اژانس ليکي، درې مشکوکه اسلام پاله وسله وال چې په چاقووانو او تبرونو سنبال ول، د چارشنبې په ورځ يې د چين په غربي سيمه سنکيانګ کې د هيواد د تر ټولو لوی جومات امام وواژه

رويټرز خبري اژانس ليکي، درې مشکوکه اسلام پاله وسله وال چې په چاقووانو او تبرونو سنبال ول، د چارشنبې په ورځ يې د چين په غربي سيمه سنکيانګ کې د هيواد د تر ټولو لوی جومات امام وواژه. دا پېښه تر هغه څو ورځې وروسته رامنځ ته کيږي چې په چاقووانو سنبال يوې ډلې په همدغه سيمه کې پر يوې حکومتي ودانۍ بريد کړی و.

د حکومت د معلوماتو سره سم درې واړه بريد کوونکو چې په نژادي توګه يې د اويغور نومونه درلودل، د جمعه طاير په نامه پر هغه پېژندل شوي حکومت پلوه امام بريد کړی چې د کاشغر ښار په عيدګاه جومات کې يې امامت کاوه.

سيکيانګ چې د اويغور مسلمانانو مرکز دی، ترکي ژبه وايي او د کلونو راهيسې د تشدد لړۍ پکې روانه ده چې حکومت يې تور پر اسلامپاله وسله والو او يا بېلتون غوښتونکو پورې کوي چې د دوی په وينا د شرقي ترکستان په نامه يو خپلواکه رياست جوړول غواړي. جلا وطنه اويغوري ډلې او د بشري حقونو مبارزه کوونکي وايي چې د حکومت ځپونکې تګلارې او پر اسلام کنټرول دوی ناکرارۍ ته پارولي خو بيجنګ دا ادعاوې ردوي.

د چين د سنکيانګ حکومت پر خپله خبرې وېبپاڼه د پنج شنبې په ورځ ليکلي چې پر طاير د سهار تر لمانځه وروسته درو کسانو بريد وکړی. دوه کسان د پوليسو لخوا په ډزو ووژل شول او دريم کس ژوندی ونيول شو. د حکومتي رسنيو تر مخه په سنکيانګ کې تشدد د تېر کال راهيسې ډېر زيات شوی چې د يو شمېر پوليسو په ګډون په سلګونه کسان پکې وژل شوي دي.

په سنکيانګ کې تاوتريخوالی تر هغه وروسته نور هم زيات شو کله چې چارواکو مسلمانانو ته وويل چې د روژې په مياشت کې دې مذهبي روايات پرېږدي. د بشري حقونو لپاره د کارکوونکو ډلو په وينا دا ګام د اويغور د لږکيو د ځپلو په مانا و.

سنکيانګ د سکرو، تيلو او ګېس غني زيرمې لري او په سټراټيجيکي توګه له منځنۍ آسيا، افغانستان او پاکستان سره پوله لري.

XS
SM
MD
LG