د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې لوډشیډنګ مخ په زیاتیدو دی


د تر بیلا د ډیم یو انځور
د تر بیلا د ډیم یو انځور

پاکستان کې دانرجۍ د بحران د زیاتیدو سره هر تن یوه پوښتنه لري چې آيا د بجلۍ لوډ شیډنګ به چیرته ختم هم شي او که نه؟ خوحکومتونه دې ساده پوښتنې ته په ځواب ویلو کې ناکامه ښکاري. د پیپلز پارټۍ په مشرۍ کې تیر شوي حکومت هم دې لړ کې بریا ترلاسه نه کړه او موجوده حکومت هم د لوډ شیډنګ د مسئلې سره لاس وګریوان ښکاري.


دي ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې په یوه لیکنه کې راغلي د مسلم لیګ نون ګوند موجوده حکومت غواړي چې په خپله واکمنۍ کې د لوډ شیډنګ مسله ختمه او یا تر ډیره حده کمه کړي. یاد ګوند وېلي یو شمیر داسې منصوبې یې پيل کړي چې په نتیجه کې به یې د بجلۍ پیداوار زیات او موجوده کمې ختم شي چې له وجې به یې په لوډشیډنګ کې هم ډیر کمی راشي.


ورځپاڼه د حکومتي شمیرو په حواله لیکي د بجلۍ موجوده پیدواوار څه باندې ۱۲۰۰۰ میګا واټه دې او هیواد خوا اوشا ۱۷۰۰۰ میګا واټه بجلۍ ته ضرورت لري ، یعنې د ۷۰۰۰ میګا واټه بجلۍ کمې دې چې په نتیجه کې یې په شواروز کې د لسو نه تر څوارلسو ګهینټو پورې لوډ شیډنګ کیږي

مرکزي حکومت وايي د کال۱۸/ ۲۰۱۷ پورې به نوی منصوبې مکمل شي چې په ترڅ کې به یې د بجلۍ پیدوار ۲۲۸۰۰ میګا واټه ته ورسیږي او دا راز به د لوډ شیډنګ مخ نیوې وشي.

خو ورځپاڼه لیکي چې حکومت ته پکار دي چې خپلې منصوبې د مستقبل ضرورت ته په کتو سره په پام کې ونیسي ځکه چې د بجلۍ د رسد قومي ادارې این ټي ډي اې یوه اندازه لګولې او وايي ۱۸/ ۲۰۱۷ م کال پورې به پاکستان کې د بجلۍ ضرورت ۳۵۰۰۰میګا واټه ته ورسيږي چې د نوي منصوبو دترسره کیدو باوجود به یو وار بیا د بجلۍ کمې رامنځ ته کیږي.

په دې لړ کې حکومت ته پکار دې چې په کارخانو، تجاراتي مرکزونو او کورونوکې د بجلۍ کوم بې ځایه استعمال کیږي دهغې مخنیوې وکړي او که داسې ونه شول نو کیدې شي چې لوډ شیډنګ د موجوده وخت نه هم زیات شي.


دي ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼه لیکي پاکستان کې خوا اوشا ۶۵ فصیده بجلي په تیلو او ګیسو لاس ته راځي چې د دنیا د ټولو نه ګرانې وسیلې دي، بلخوا دې هیواد کې د اوبو نه دبجلۍ جوړولو ډیرې ښې موقعې شته، پکار دي چې حکومت دبجلۍ دپيدوار لویې لويې منصوبې د ترسره کولو ترڅنګه د اوبو په ذریعه د وړو وړو بجلي ګهرونو جوړولو سلسله هم شورو کړي. دې باندې د نورو وسیلو په نسبت ډیره کمه خرچه کیږي او پیدوار یې یقیني او مستقل دې. دا راز نن سبا په نړۍ کې دلمر نه دبجلۍ جوړولو کار ډیر عام شوی، حکومت ددې نه هم ګټه پورته کولې شي.

XS
SM
MD
LG