د لاسرسي ځای

تازه خبر

په وزيرستان کې صحيح معلوماتو ته لاس رسی نه کيږي؟


پاکستانی عسکر نیول شوو وسلو ته ولاړ دی
پاکستانی عسکر نیول شوو وسلو ته ولاړ دی

د پاکستان پوځ د جون پر ۱۵مه نېټه په شمالي وزيرستان کې عمليات پېل کړل چې تر اوسه دوام لري. د پوځ د مطبوعاتي څانګې په وينا په دې عملياتو کې تر اوسه ۲۷ پاکستاني سرتيري او په هوايي او مځکنيو عملياتو کې تر ۵۰۰ زيات وسله وال وژل شوي دي.

پراګ: د پاکستان پوځ د جون پر ۱۵مه نېټه په شمالي وزيرستان کې عمليات پېل کړل چې تر اوسه دوام لري. د پوځ د مطبوعاتي څانګې په وينا په دې عملياتو کې تر اوسه ۲۷ پاکستاني سرتيري وژل شوي او بلخوا د دوی په هوايي او مځکنيو عملياتو کې تر ۵۰۰ زيات وسله وال وژلي دي.

يو خوا که وسله والو طالبانو او خپلواکو سرچينو د دې پخلی نه دی کړی نو بلخوا ځايي خلک وايي چې د عملياتو پر مهال زياتره وژل شوي کسان ولسي وګړي دي.

په پېښور کې خبريال شوکت خټک وايي چې له آزادو سرچينو د معلوماتو نيشتوالي نه يوازې شکونه راپورته کړي بلکې پر روانو پوځي عملياتو يې اعتراضات هم ولاړ کړي دي.

شوکت خټک وايي ً يقيناً چې د مالوماتو نيشتوالی شته او يوازې د پوځ لخوا چې کوم مالومات راځي، که هغه صحيح وي که غلط وي، موږ د هغې د صحت هيڅ قسمه جاج نه شو اخيستی خو ميډيا دا قسمه خبرونه خپروي. له دې وجې نه په وزيرستان کې چې کوم عمليات روان دي نو زه به دا ووايم چې د مالوماتو د نيشتوالې له وجې شکونه او اعتراضات هم را ولاړ شوي دي. لکه د امريکې لخوا چې اعتراض شوی دی يا د نورو اطرافو لخوا دا اعتراض کيږي چې هلته ځينو خلکو ته لار ورکړل شوه چې هغوی له سيمې نه بهر ووځيً.

د پاکستان پوځ وړاندې ويلي ول چې د ټولو کورنيو او بهرنيو وسله والو ډلو په ضد به عمليات کوي او د افغانستان او امريکا د نيوکو په ځواب کې يې ويلي چې د حقاني وسله والې ډلې په ضد به هم عمليات کوي.

په داسې حال کې چې معلومات له يوې سرچينې ياني پوځ لخوا راځي نو بيا شنونکې پر کوم اساس باوري شننې او وړاندوينې کولای شي.

د پاکستان د پوځ پخوانی چارواکی او د امنيتي چارو کارپوه بريګيډيير (ريټايرډ) سعد محمد خان وايي، چې تر څو له سيمې بې پرې خبرونه نه وي راغلي نو شننه ګرانه وي خو بيا هم ځينې خلک د خپل ذهني کيفيت سره سم شننه کوي.

سعد محمد خان زیاته کړه ، ًدوه ذريعې دي. يو خو پوځ چې کوم مالومات ورکوي، پر هغه اندازه لګولای شې او بل چې عام ولس څه وايي، پر هغې خلک انحصار کوي. نو اوس دا د يو تجزيه نګار کار دی چې د هغه څه ذهني کيفيت دی؟ خو تر څو چې زموږ پر مځکه باندې غېر جانبداره خبرونه نه وي راغلي تر هغو پورې تبصره کول او هغسي په یقين سره اندازه لګول مشکل ديً.

خبريال شوکت خټک هم ورته نظر لري او زياتوي چې د معلوماتو پرته شننې باوري نه وي او نه هم خلک زړه ورته ښه کوي. د نوموړي په وينا دا ډول شننې له حقيقته ليرې وي.

شوکت خټک وویل ً لکه څنګه چې مالومات صحيح نه راځي، همدغسې تجزيې هم باوري نه وي او د خلکو پرې تسلې نه کيږي. آزادې سرچينې يا آزاد مالومات چې دي، هغوی ته نه د خلکو رسايي شته او نه د خبريالانو. نو زه به دا ووايم چې پر ټي وي چېنلونو چې کوم مبصرين ناست دي، د هغوی په خبرو کې هم حقيقت کم ويً.

که څه هم د بشري حقونو سازمانونه له پاکستانه غوښتنه کوي چې د کډوالو د کېمپونو په ګډون دې خيريه ادارې شمالي وزيرستان ته پرېښودل شي نو بلخوا د رسنيو ادارې هم شمالي وزيرستان ته د تګ غوښتنه کوي.

يو شمېر شنونکې خو دا هم وايي، لکه څنګه چې اسراييل پر فلسطيني ښار غزه هوايي او مځکني بريدونه کوي خو بيا هم خبريالانو ته اجازه شته چې له هغه ځايه راپور ورکړي، همدا ډول دې د پاکستان پوځ او حکومت خبريالانو ته لار ورکړي چې د سترګو ليدلی حال تر خلکو ورسوي.

XS
SM
MD
LG