د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هنګو کې چاودنو شپږ کسه ووژل


په هنګو ضلع کې د سړکغاړې بمي چاودنو لږ تر لږه شپږ کسه وژلي او دوه نور یې ژوبل کړي دي.

دغه چاودنې د چار شنبې پر ورځ د هنګو په دُروړۍ بانډه کې د زرګري سړک پر غاړه شوې دي چې پکې د پولیس په خبره، د څلور ماشومانو په ګډون شپږ تنه ځای پر ځای وژل شوي دي.

پولیس وايي، د پېښې ژوبل کسان یې د هنګو لوی روغتون ته رسول شوي دي.

د هنګو مشر چارواکې ډی پي او انور کنډي مشال ریډیو ته وویل چې په یوه چاودنه پسې بله وشوه چې پکې ولسي وګړو ته یې زیان اړولی دی.

د هغه په خبره، په لومړۍ چاودنه کې یو کس ټپي شوی وو او نور ټول په دویمه چاودنه کې ژوبل شول.

ده وویل چې ټوله علاقه امنیتي ځواکونو په خپله ولکه کې اخستې ده او لټونې عملیات روان دي او هېڅوک هم د بم ځای ته نه پرېښودل کېږي.

د دغې پیښې پړه لا چا پر خپل سر نه ده اخیستې.

هنګو ضلع هغه بندوبستي سیمه ده چې پولې يې له اورکزو او کورمې سره لګېدلي دي، چیرته دا وخت د وسله والو طالبانو خلاف پوځي عملیات روان دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG