د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ملاله ماشومان له تیارو راباسي'


اردن: ملاله یوسفزي له سوري «شامي» کډوالو ماشومانو سره.
اردن: ملاله یوسفزي له سوري «شامي» کډوالو ماشومانو سره.

د پښتنو ټولنیز پرمختګ او تعليم لپاره کارکونکې عزرا نفيس يوسفزۍ وايي د يو سازش له لارې د ملالې يوسفزۍ په ګډون د هغو ټولو پښتنو اتلانو پر ضد تل پروپېګڼده شوې، چې پرمختللی سوچ لري او غواړي چې خپل قام د ترقۍ او جديديت پر لور روان کړي

د جولایي میاشتې دولسمه نېټه د تعليم مبارزې ملالې يوسفزۍ نړۍواله ورځ له پاکستان پرته د نړۍ په زياتره هېوادونو کې ولمانځل شوه همداراز د ملالې په پلرني ټاټوبي سوات کې هم ملالې ته د پيرزونې وړاندې کولو په غرض هېڅ ځانګړې غونډې ونشوې.

د پښتنو ټولنیز پرمختګ او تعليم لپاره کارکونکې عزرا نفيس يوسفزۍ وايي د يو سازش له لارې د ملالې يوسفزۍ په ګډون د هغو ټولو پښتنو اتلانو پر ضد تل پروپېګڼده شوې، چې پرمختللی سوچ لري او غواړي چې خپل قام د ترقۍ او جديديت پر لور روان کړي، نو د دې په خبره هم دغه وجه ده چې په ځینو خلکو کې او په خاصه توګه په پښتنو ځوانانو کې د ملالې يوسفزۍ پرضد نفرت پېدا کړل شوی.

«د پاکستان په نورو ټولو برخو کې بدلون راغلی دی، د هرچا سوچ بدل شوی دی، هره ټولنه له وخت سره بدلېږي او له يو ارتقايي عمله تېرېږي خو يواځې پښتون دی چې نه دی بدل شوی او اوس هم په کلتور او خرافاتو سر ماتوي. د ملالې نظريه د پښتنو په سيمو کې راپورته شوه خو پښتنو يې ملاتړ ونه کړو، د ملالې دښمن بهرنیان نه بلکې خپله پښتانه دی»

د سوات سيمې کاينات چې د طالبانو لخوا په بريد کې له ملالې يوسفزۍ سره يوځاي ژوبله شوې وه، له مشال راډيو سره په خپلو خبرو کې وويل د شمېر يو څو کسان به وي چې د خپلې ناپوهۍ له وجې له ملالې ګيله کوي ،خو د دې په خبره په سوات کې هره جينۍ ملاله جوړېدل غواړي.

«ډېر کم خلک به وي چې له ملالې سره حسد کوي ځکه چې د سوات هره جينۍ ملاله جوړېدل غواړي، ملالۍ خپل ژوند په خطر کې واچولو او زموږ د پښتنو جينکو د تعليم د حق لپاره يې اواز پورته کړو، موږ ټول له ملالې سره يو او د تعليم دغه کمپين يواځې د ملالې نه بلکې زموږ د ټولو دی»

په سوات کې د امن نړۍوالې شورا «ګلوبل فيس کونسل» مشر احمد شا چې ځان د ملالې يوسفزۍ د پلار ضياالدين يوسفزي نږدې ملګری هم بولي وايي، ملالې يوسفزۍ له خپلې خوا په سوات کې له ډېرو خلکو سره مرسته کړې خو د ده په خبره د ملالې فنډ لخوا به په راتلونکو څومياشتو کې د سوات دننه د پرمختګ کارونه شورو شي.

عزرا نفيس وايي ملاله يوسفزۍ د يو سوچ او نظریې نوم دی او د دې په خبره نظريه د يو څو کسانو د سازش يا پروپېګنډې له وجې نشي ختمېدای.

«په نړۍ کې د هر نسل، رنګ او مذهب خلک پر ملالې وياړ کوي. نو زموږ د پښتنو خو بيا ړومبۍ زمه واري جوړېږي چې موږ ملاله خپله کړو او د هغې په ملاتړ کې لومړی اواز د هغې له کلي پورته شي، بايد چې موږ د ملالې سوچ او نظريه خپله کړو. ملاله يوسفزۍ اوس د يوې نظرې نوم دی او نظريه څوک نشي ختمولی»

د ملالې يوسفزۍ ملګرې کاينات وايي هغه له ملالې سره په رابطه کې ده او ملالۍ دې ته ويلي دي چې غواړي هرې پښتنې جينۍ ته د تعليم ترلاسه کولو موقع په لاس ورکړي.

XS
SM
MD
LG