د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان دې وزيرستانيو کډوالو ته مرستې برابرې کړي'


په سر لمر کې ولاړې یو، نه ځیره شته نه غله
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:18 0:00

په سر لمر کې ولاړې یو، نه ځیره شته نه غله

د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې پر پاکستاني حکومت غږ کړی چې په شمالي وزيرستان کې دې د پوځي عملياتو له امله د بې کوره شوو کسانو سره په سمدستي توګه مرسته وکړي چې دا ډول د يو بشري ناورين مخه ونيول شي.

د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې پر پاکستاني حکومت غږ کړی چې په شمالي وزيرستان کې دې د پوځي عملياتو له امله د بې کوره شوو کسانو سره په سمدستي توګه مرسته وکړي چې دا ډول د يو بشري ناورين مخه ونيول شي.

د آسيا لپاره د بشري حقونو د څار د نړيوالې ادارې مرستيال مشر فيلم کاين ويلي چې د پاکستان حکومت بايد د شمالي وزيرستان د بې کوره شوو خلکو د بنيادي اړتياوو پوره کولو لپاره اړين ګامونه پورته کړي.

نوموړي ويلي چې د ملګرو ملتونو لخوا په دې اړه غږ کولو باندې بايد داسې اقدامات وکړل شي چې د يو بشري ناورين مخه ونيول شي.

په پاکستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې استازي د جولايي پر نهمه نېټه ويلي و چې د پاکو اوبو ، پاک چاپيريال او د روغتيا د آسناتياوو د نيشتوالی له کبله د خېبر پښتونخوا په بنو کې استوګن کډوال د يو شمېر ساري ناروغيو له خطر سره مخامخ شوي دي.

نوموړي زياته کړې وه چې د پاکستاني چارواکو لخوا کورنيو او بهرنيو بشري سازمانونو ته د خنډونه جوړولو له کبله له بې کوره شوو سره ضروري مرستې ډېرې ورو شوي دي. پاکستاني رسنيو راپور ورکړی و چې حکومت لسګونه سازمانونه له ضرورتمندو کسانو سره له مرستې کولو راګرځوي او د دې لپاره يې د رسمي اجازه ليک تر لاسه کولو شرط ورته ايښی دی.

د مرستو د دا ډول ځنډ له امله د بې کوره شوو کسانو په کېمپونو کې د دست او خارښ په ګډون يو شمېر ساري ناروغۍ رامنځ ته شوي دي.

نړيوال بشري قانون ته په کتو سره په شمالي وزيرستان کې په جګړه کې ښکيلې دواړې غاړې بايد ژمنتيا وښيي چې د اغېزمنو خلکو د ضرورتونو د پوره کولو لپاره د بشري مرستو مخنيوی ونکړي.

د آسيا لپاره د بشري حقونو د څار د نړيوالې ادارې مرستيال مشر فيلم کاين په خپل بيان کې زياته کړې چې د شمالي وزيرستان بې کوره شوي کډوال بې ځايه حکومتي ځنډ ته نه بلکې سمدستي مرستو ته ضرورت لري.

نوموړي ويلي، بشري مرستې بايد له پوځي عملياتو سره ونه تړل شي چې له کبله يې په سلګونه زره کسان بې کوره شول.

XS
SM
MD
LG