د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ټاکنو پایلې: اشرف غني مخکې دی


 اشرف غني احمدزى
اشرف غني احمدزى

ټولټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنو په لومړنيو پایلو کې ډاکټر اشرف غني احمدزی کامیاب وګرځولی

د أفغانستان ټولټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنو په لومړنيو پایلو کې ډاکټر اشرف غني احمدزی کامیاب وګرځولی.

د ټولټاکنو کمیسیون مشر محمد یوسف نورستاني په کابل کې د خبري کنفرانس پر مهال په ډاګه کړه چې ډاکټر اشرف غني احمدزي ته ورکړل شوو ټولو رایو شمېره ۴۸ لاکه ۸۵ زره ۸ سوه ۸۸ جوړېږي. د هغه سیال ډاکټر عبدالله عبدالله ۳۴ لاکه ۶۱ زره ۶ سوه ۳۹ رایې اخیستې دي.

د لومړنیو پایلو له مخې ښاغلي احمدزي % 56.44 او ښاغلي عبدالله %43.56 رايې وړي دي

د افغانستان د انتخاباتو تر مخ د ګټونکي کاندید لپاره پنځوست جمع یو رایې وړل اړين ول.

په اپرېل میاشت د افغان ولسمشرۍ ټاکنو په لومړي پړاو کې هېڅ کاندید ټاکلې رايې یونه وړې، ځکه خو د جون پر څوارلسمه نېټه ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې. خو په ټاکنو کې د عبدالله عبدالله او اشرف غني ټیمانو د پراخو ټګیو برګیو تورونه ولګول.

XS
SM
MD
LG