پراګ: په شمالي وزيرستان کې د وسله والو پر ضد د پاکستاني پوځ د روانو عملیاتو له کبله چې کوم تر شپږ لکه زیات خلک بې کوره شوي دي د هغوی بیخي لویه برخه د خيبر پښتونخوا بنو ښار ته کډه شوي دي.
په بنو کې د دې کډوالو لپاره کېمپ هم جوړ شوی دی. دا چې د کډوالو په لوی شمير کې شتون خپله د بنو ښار پر ژوند ژواک څه اغيز کړی دی او که ن؟
د مشال راډیو عبدالحي کاکړ د بنو له اوسيدنکي ليکوال او محقق محب وزير سره په دې اړه مرکه کړېده.
محیب وزیر وايي چې په زیات شمېر د کډوالو ورتګ د بنو پر ټولنیز چاپېریال اغېز کړی دی او اوس یې مازیګری پیکه ښکاري.