د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان:په تېرو درې نیمو کلونو کې تر۸۰۰ زیات مړي موندل شوي


د بلوچستان د کورنيو چارو وزارت مشال راډيو ته په ورکړل شويو مالوماتو کې ویلي، له ۲۰۱۰م کال راهیسې په دغه صوبه کې تر ۸۰۰ زیاتو کسانو مړي موندل شوي.

د بلوچستان کورنيو چارو وزارت مشال راډيو ته په ورکړل شوو مالوماتو کې ویلي، له ۲۰۱۰ م کال راهیسې په دغه صوبه کې تر۸۰۰ د زیاتو کسانو مړي موندل شوي، چې تر څلورنيم سوه زیات بلوڅان او ۱۲۳ پښتانه دي.

خو د تریتمو بلوڅانو لپاره غږ »وایس فار ميسينګ پرسنز» سازمان مشر ماما قدير بیا وايي، د دې مړیو شمېر تر یو زر زیات دی.

د بلوچستان کورنيو او قبايلي چارو وزارت د مالوماتو له مخې په موندل شوو مړیو کې ۴۶۶ يې په خټه بلوڅان، ۱۲۳پښتانه، او ۱۰۷ بیا له نورو بېلا بېلو قامونو څخه دي خو ۱۰۷ نورو خراب شويو مړيو پېژندګلو لا نه ده شوې.

که څه هم دغه وزارت ټول مړي د ۸۰۰په شاوخوا کې یادوي، خو د «تریتمو بلوڅانو لپاره غږ» سازمان مشر ماما قدیر بلوڅ بیا وايي، يواځې د بلوڅانو ځوانانو تر یو زر زیات خراب شوي مړي موندل شوي دي.

« دا وخت زموږ اوولس زره کسان تریتم دي. او تر یو زر زیات د بلوڅو خراب شوي مړي موندل شوي دي. چې په دې کې بیا په نښه وژل شوو مړي بیا جلا دي. تر څلور سوه زیات بلوڅان په هدفي وژنو کې هم وژل شوي دي. دا تر زر زیاتو کسانو چې خراب شوي مړي موندل شوي، دا هغه کسان دي، چې تښتوول شوي دي، او بیا د چا یو مياشت وروسته، د چا شپږ مياشتې وروسته، د چا کال يا دوه يا هم شپږ کاله وروسته خراب شوی مړی وموندل شي»

د ماما قدیر بلوڅ په خبره د پاکستان استخباراتي ادارې او ځواکونه د دوی ځوانان تښتوي، تشدد ورباندې کوي، او وروسته يې په مرميو سوری سوری مړي غورځول کېږي. خو د پاکستان استخباراتو او ځواکونو تل دا تورونه رد کړي دي.

د کورنيو چارو وزارت د دې ځانګړو مالوماتو له مخې په ۲۰۱۴م عيسوي کال کې چې تر ټولو کم خراب شوي مړي په کې موندل شوي، شمېر يې ۹۱دی. چې ۳۹ په کوټه، ۲۶ په قلات سیمه کې، ۱۱ په مکران، ۲ په نصیراباد، ۲ په ږوب او ۵ په سیوۍ سیمه کې ترلاسه شوي. چې ډېری یې بلوڅان دي.

د ویلو وړ ده چې په بلوچستان کې د ناامنۍ د نورو پېښو تر څنګ له ۲۰۱۰ عیسوي کال راهیسې د خراب شويو مړيو د موندلو لړۍ پېل شوې، چې د بلوڅ ملتپالو په وینا اوس يې هم په زرګونه ځوانان تریتم دي، او وېره څرګندوي چې د دوی به هم په مرميو سوري خراب شوي مړي په لاس ورنشي.

XS
SM
MD
LG