د لاسرسي ځای

تازه خبر

'هلمند کې ای اېس ای او سپاه پاسداران اور ته لمن وهي'


د ملي امنیت عمومي ریاست سرپرست رحمت الله نبیل
د ملي امنیت عمومي ریاست سرپرست رحمت الله نبیل

د افغانستان امنیتي ارګانونو مشرانو د پاکستان استخباراتي سازمان او د ایران سپاه پاسداران د افغانستان په روانه جګړه کې ښکېل وبلل.

د ملي امنیت عمومي ریاست سرپرست رحمت الله نبیل د انتخاباتو اوسنۍ لانجې ته په اشارې وویل چې؛ د ایران او پاکستاني استخباراتي ادارې له دې وضعیت څخه په خپلې ګټې کار اخلي او نه غواړي چې افغانستان با ثباته پاتې شي.

د کورنیو چارو وزیر محمدعمر داوودزي د بهرنیو عسکرو د ملاتړ کمیدو ته اشاره وکړه او ویې ویل، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د کمیدو بدیل ته هېڅ فکر نه وو شوی.

د دفاع وزیربسم الله محمدي هم د هوايي ځواکونو نشتوالی په روانو جګړو کې د افغان پوځیانو د کمزورتیا یو دلیل وباله.

د افغانستان د امنیتي ارګانونو مشران په هلمند او د افغانستان په ځینو نورو سیمو کې د روانو جګړو په اړه د ولسي جرګې استجوابیه «پوښتنې ځوابونه» غونډې ته بلل شوي و.

د افغانستان ملي امنیت عمومي ریاست وايي، د پاکستان ای اېس ای اداره او د ایران سپاه پاسداران په افغانستان کې له روانو جګړو او لانجو څخه په خپله ګټه کار اخلي.

د دغه ریاست سرپرست رحمت الله نبیل د چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل، د پاکستان ای اېس ای اداره په هلمند کې جګړو ته لمن وهي او غواړي د خپل ځان لپاره د یوې جنګي ساحې په توګه ترې کار واخلي.

ښاغلي نبیل زیاته کړه، د پاکستان ای اس ای او د ایران سپاه پاسداران ډله په افغانستان کې د انتخاباتو له رامنځته شوې لانجې څخه د ځان په ګټه د استفادې لپاره لا له وړاندې پلانونه طرحه کړي و، چې اوس یې عملي کوي:

″له انتخاباتو شپږ میاشتې مخکې ټول پوهیدلو چې انتخابات به دویم دور ته ځي.

ټول پوهیدل چې په دویم دور کې به څه ستونزې رامنځته کیږي. د پاکستان ای اس ای او د ایران سپاه پاسداران په دې پوهیدل او دا تحلیل یې درلود چې څه ستونزه به رامنځته شي.

پاکستان همدا تحلیل درلود چې؛ د انتخاباتو لومړی پړاو، دویم دور، سیاسي لانجې، د قدرت خلا. نو همدا یې موقع بلله چې وکولای شي د فشار په راوړلو د افغانستان ځیني سیمې طالبانو ته په لاس ورکړي. کله چې سیاسي لانجې وي د واک خلا وي نو زه تاسو ته په ډاډ وایم چې دوی په افغانستان کې د اوسنیو ستونزو په پراخولو کې لاس لري.″

ښاغلي نبیل وویل، پاکستان د افغانستان په شمال ختیځو، ختيځو او جنوبي سیمو کې په جګړو کې لاس لري او له خپل هېواده د افغانستان پرضد جنګیالي ور استوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر محمدعمرداوودزي د دې ترڅنګ چې د ګاونډیو هېوادونو استخباراتي ادارې تورنې کړي چې؛ په افغانستان کې جګړو ته لمن وهي افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د انتقال پر پروسې یې انتقاد وکړ:

″یو کال وړاندې ۱۵۰ زره بهرني پوځیان په افغانستان کې و او افغاني پوځیانو شمېرهم څلور لکه و چې ټول ۵ نیم لکه پوځیان کیدل.

سږ کال ۱۵۰ زره قوي بهرني پوځیان عملا د جنګ له صحنې وځي د همدې ۱۵۰ زره پوځیانو بدیل څه دی.

دښمن په خپل ځای دی دښمن قوي پاتې او ۱۵۰ زره بهرني پوځیان وځي. بدیل ته مو څه فکر کړی و؟! هیڅ فکر نه و شوی. نو دا یو ناسم انتقال او یو بې وخته انتقال و.″

ښاغلي داوودزي وویل، پاکستان غواړي په هلمند کې په روانې جګړې په لاس لرلو سره خپله هغه ستراتیژي تطبیق کړي چې ویلي یې و د افغانستان ځینې سیمې باید طالبانو ته ورکړل شي.

له بلې خوا د افغانستان د دفاع وزیر بسم الله محمدي د ولسي جرګې د وکیلانو د دې پوښتنو په ځواب کې چې ولې ملي اردو د هلمند په جګړه کې لازم اقدامات نه دي کړي وویل، ملي اردو یواځې له پیاده قواوو کار اخلي هیڅ مجهز او پرمختللی هوايي ځواک نه لري.

د غونډې په پای کې د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي پر ولسمشرکرزي غږ وکړ چې اجازه ورکړي څو په روانو جګړو کې د بهرنیو پوځیانو پوځي الوتکې وکارول شي:

″د افغانستان جمهور رییس ته وایو، په داسې حال کې زموږ ملي اردو او پیاده عسکر اړتیا لري د هوايي پوځیانو د عملیاتو مخه دې ونه نیسي.

دا اجازه باید ورکړي چې؛ د ناټو او ایساف هوايي ځواکونه د افغانستان د خلکو په خدمت کې و اوسي.″

د افغانستان د امنیتي ادارو مشران په داسې حال کې د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته بلل شوي و، چې د هلمند په څلورو ولسوالیو د لوګرپه ازرې او د افغانستان په شمال ختیځو ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو جګړې روانې دي او پر پوځیانو سربېره ګڼ شمېر ملکیانو ته هم په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG