د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: وزیرستانیو کډوالو ته مرستې ووېشل شوې


خوست والي د کورني او بهرني پلاوي يې ملتيا يو شمېر کډوالو ته د خوراکي او غيرې خوراکي توکو مرستې وويشل شوې.

په افغانستان کې د خوست ولايتي مقام د عامه اړيکو دفتر په خپله یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یوه کورني او بهرني جګپوړي پلاوي د خوست ولايت ګربز ولسوالۍ په ګلان کې د وزیرستانیو کډوالو پنډغالی ولید.

خوست والي عبدالجبارنعيمي کورني اوبهرني پلاوي ته په خپلو څرګندونو کې وویل، چې دولت او مرستندويه ټولنې خوست ولايت ته راغلو وزیرستانیو کډوالو سره بشپړې مرستې او همکارۍ ته چمتو دي. نوموړي وویل، تر دې مهاله خوست ولايت ته راکډه شوې (٦١٣١) کورنۍ ثبت او راجستر شوي دي .

عبدالجبارنعيمي وويل چې دخوست دادارې په تلاشونو سره دملګرو ملتونو دکډوالو چارو دادارې ،نړيوال خوراکي پروګرام ،دژغورنې دنړيوالې کمټې ،مهاجرينو رياست ،اضطرار کمېټې او همکاره موسسو له لوري د (٤٣٠١) کورنيو سره دخوراکي او غيرې خوراکي توکو مرسته شوې ده.

همداشان په همدې وخت کې د راغليو کډوالو ٣٩٥٩٧ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکول شوي او د دې ترڅنګ د٧٧٧٢ناروغانو درملنه هم شوې ده.

خوست والي دا هم وويل چې افغانان او په ځانګړې توګه د خوست خلک د راغليو کډوالو ښه مېلمه پالنه کوي ان تر دې چې په خپلو کورونو کې يې ورته ځاى ورکړى او خپله ډوډۍ يې ورسره نيمايي کړې نوموړي دملي تجارانو او ولسي مرستو يادونه هم وکړه چې هره ورځ يې له راغليو کډوالو سره کوي.

خوست والي له کورني پلاوي وغوښتل چې دجمهور رئيس جلالتماب حامد کرزي دحکم او ځانګړې توجه په اساس کډوالو ته د خوراکي او غيرې خوراکي مرستو په رسولو کې اساسي اقدامات ترسره کړي ،له مرکزي حکومت يې په دې برخه کې دځانګړې بودجې ،د کډوالو دماشومانو دزده کړو او صحت په برخو کې داساسي مرستو او همکاريو غوښتنه وکړه.

د افغانستان ماليې وزير حضرت عمر زاخليوال د خپلو خبرو پرمهال راغلي کډوال خپل وروڼه وبلل ،د خوست ادارې او خوست مېشتو ولسونو يې مننه وکړه چې دکډوالو ستونزو او غوښتنوته د اسلامي او ملي مسووليت له مخې رسيدګي کوي، نوموړى وويل د کرښې د واړو خواو ته ورورڼه قومونه ژوند کوي چې دپرديو دشومو اهدافو ښکار شوي دي ،نوموړى د ترهګرۍ په وړاندې د واقعي او ګډې مبارزې غوښتنه وکړه.

دماليې وزير وويل چې ډير ژربه دوه ميليونه امريکايي ډالره چې دحکومت او يو ملي تجار مرسته ده ،کډوالو ته دمرستې په خاطر را وليږل شي چې ورته په خوراکي او غيرې خوراکي توکي واخيستل شي او په منظمه توګه ورته ووېشل شي.

دسرحدونو او قبايلو چارو وزارت وزير ډاکټر محمد اکرام خپلواک وويل چې دهېواد دولسمشر دځانګړي حکم په اساس خوست ته راغلي چې راغليو کډوالو ته دخپلو مرستو او همکاريو ډاډ ورکړي ، نوموړى وويل چې دکرښې دواړو خواو ته داسې ورورڼه قومونه ژوند کوي چې دويني او عقيدې پراساس نه بېلدونکې پيوندونه لري.

دسرحدونو او قبايلو چارو وزارت وزير وويل په سيمه کې روان بحران پرديو د خپلو شومو هدفونو د ترلاسه کېدو په خاطر رامنځته کړى دى او غواړي دستراتيژيکو موخو دترلاسه کيدو لپاره پښتانه دخپلو شومو هدفونو قرباني کړي.

خپلواک وويل چې کډوالو ته دمرستو رسونې په خاطر به يو ځانګړى بانکي اکونت خلاص کړي او ډير ژربه په عملي توګه کډوالو ته خپلې مرستې ورسوي.

دسرحدونو او قبايلو چارو وزارت وزير داهم وويل چې مونږ به دراغليو کډوالو ماشومانو دزده کړو زمينه مساعده کړو او دخپلو ماشومانو په څير به ورته قلم او کتاب ورکړو .

په افغانستان کې دملګرو ملتونو دځانګړي استازي مرستيال مارک بودن د کډوالو په حالت باندې خواشيني څرګنده کړه ،نوموړى دملګرو ملتونو د ټولو هغه ادارو يادونه وکړه چې دهمدردۍ او بشردوستۍ له مخې له راغليو کډوالو سره مرستې کوي.

نوموړى وويل چې دملګرو ملتونو ټولې ادارې به دافغان دولت سره دبشپړې همغږۍ په چوکاټ کې له راغليو کډوالو سره خپلې مرستې زياتې کړي او په منظمه توګه به يې ټولو کډوالو ته ورسوي.مارک بودن دخوست د ادارې ،خلکو او تجارانو څخه مننه وکړه چې هره ورځ له کډوالو سره مرستې کوي او په سختو شرايطو کې ددوى لاسنوى کوي.

د کډوالو په استازيتوب حاجي عمرخان وزير خبرې وکړې نوموړى د افغان دولت او مرستندويه ټولنو له مرستو او همکاريو څخه دزړه له کومې مننه وکړه ،نوموړى وويل چې دکرښې په دې خوا کې په ډير عزت ژوند کوي او د سيمې د خلکو له لوري ورسره د وروڼو په شان چلند کيږي.

حاجي عمر خان وويل چې پردۍ او نامعلومې جګړه د دوى په سيمو کې اور بل کړى او دوى ته يې سخت زيان رسولى دى .

نوموړي دکرښې ها خوا ته روان عمليات يوه جوړه شوې لوبه او دعامو خلکو سره سخت ظلم وبللو ،له افغان دولت او مرستندويه ټولنو يې وغوښتل چې ور سره مرسته او همکاري وکړي.

دکډوالو استازي دکرښې دېخوا ته مېشت قومونه خپل ورورڼه ياد کړل او د ټولو هغه همکاريو او مرستو يادونه يې وکړه چې دخوست د ادارې او ولسونو له لوري ورسره شوې دي.

دمراسمو په وروستيو کې دخوست والي له لوري چې کورني او بهرني پلاويي يې ملتيا کوله يو شمير کډوالو ته دخوراکي او غيرې خوراکي توکو مرستې وويشل شوې.

XS
SM
MD
LG