د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانی پوځ په وزیرستان کې د ځکمنۍ کاروايي ادعا کوي


د ای ایس پي ار د بیان ترمخه تر دې دمه یې په عملیاتو کې ۱۵ وسله وال وژلي او درې عسکر ژوبل شوي دي.

د پاکستان پوځ وايي نن سهار «ګل ورځ» د شمالي وزیرستان په میرام شا کې د وسله والو خلاف د «ضرب عضب» عملیاتو په لړ کې ځمکنۍ کاروايي پېل کړې ده.

د پوځ مطبوعاتي څانګې «آی ایس پي آر/» پخپله ویبپاڼه خپورکړي یو بیان کې ویلي چې له سیمې د ولسي وګړو له وتلو پس یې خپله کاروايي پېل کړې. دوی وايي چې د دغه عملیاتو په ترڅ کې به په مېرام شا کې کور پر کور تلاشي کېږي.

د ای ایس پي ار د بیان ترمخه تر دې دمه یې په عملیاتو کې ۱۵ وسله وال وژلي او درې عسکر ژوبل شوي دي. د دې ترڅنګ پوځ ته درې سرنګونه او د ماینونو جوړولو یوه فیکټري په لاس ورغلې ده.

دا بیان زیاتوي په میرعلي کې هم پوځ د وسله والو په مرکزونو د توپونو، ټینکونو او درنو وسلو ګوله باري جاري ساتلې ده او د سیمې محاصره یې پرځای ده. دا راز پوځ ادعا کوي چې د »ضرب عضب« عملیاتو کې تر دې دمه ۳۷۶ وسله وال وژل شوي، ۱۹ تنو یې وسلې غورځولي او ځانونه یې پوځ ته حواله کړي دي.

او دوسله والو ۶۱ مرکزونه یې هم تباه کړي دي. بلخوا دوسله والو او یا د ازادو سرچینو لخوا په دې اړه لا څه نه دي ویل شوي.

XS
SM
MD
LG