د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست : د وزیرستان په کډوالو مرستې وویشل شوې


د وزیرستان په کډوالو مرستې وویشل شوې
د وزیرستان په کډوالو مرستې وویشل شوې

د روژې میاشتې په رارسیدو د UNHCR یا د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ټولنې له خوا د خوست په ګلان پنډغالي کې د یو زر وزیرستاني کډوالو د کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وشوې . د یادو مرستو د ویش پر مهال ځايي چارواکیو وویل، چې ډېر ژر به د نړیوالې ټولنې په مرسته په ګلان کېمپ کې کډوالو له پاره معیاري خدمتونه برابر شي، چې په دې سره به د کډوالو ډیری ستونزې هوارې شي.

د یکشنبې په ورځ چې په افغانستان او ډیریو اسلامي هېوادونو کې د روژې میاشتې اوله ورځ وه، د UNHCR او یو شمېر نورو مرستندویه موسساتو له خوا د زرو کډوالو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.

په یادو مرستو کې چې خیمې، ترپالونه، کمپلې، اوړه، غوړي، د پخلنځي سامانونه او نور توکي موجود وو، د کډوالو چارو د ادارې د مسوولینو په وینا هر کورنۍ سره د شویو مرستو قیمت او ارزښت تر ۲۵۰ ډالرو ډېر وو.

د مرستو د ویش پر مهال په ګلان دښته کې د خوست د والي مرستیال عبدالواحدپټان مشال راډيو ته وویل، چې دخوست والي کابل ته په خپل وروستي سفر کې د ولسمشر حامد کرزي په ګډون د کابینې د یو شمېر وزیرانو او نورو نړیوالو خیریه موسسو او ډونرانو سره د وزیرستاني کډوالو ستونزې شریکې کړي او هغوی ورسره د پراخو مرستو ژمنې کړي،چې د روژې میاشتې د اولې ورځې کمکونه يې یوه برخه ده، نوموړي وویل :

((نن موږ دلته کېمپ ته راغلي یو، چې دا د ګلانو د دښتې کيمپ دی، دا وروڼه چې د ډيورند د فرضي کرښې اخوا اوسیدل او په دې وروستیو کې خوست ولایت ته راغلي دي، هغو له پاره UNHCR د زرو کورنیو له پاره کمک راوړی دی، نور کمکونه هم راروان دي، یوه هفته مخکې والي صیب کابل ته سفر کړی و، هلته يې شخصاً د جلالتماب رئیس صیب جمهور سره هم ملاقات لاره، هغه دې خلکو له پاره خاصه لورینه او هدایت وکړ، چې دې خلکو دې عزت وشي، او تر هغې پورې دې ورسره مرستې وشي، تر څو چې دوی په عزت خپلو سیمو ته ستنیږي.))

د وزیرستاني قومونو یو تن مشر وايي، چې د روژه ماتي په ګډون ورته مرستې ورسیدې او دوی باور لري، چې افغان دولت به ورسره نورې مرستې هم وکړي.

د شمالي وزیرستان د توري خيلو د قوم اوسیدونکی رسول خان وايي، چې نن زرو کورنیو ته ضروري مرستې راغلې او دوی سره مخکې هم د خوست ځايي ادارې او خلکو پوره مرستې کړي، خو بیا هم د دوی اړتیاوې ډېرې دي او باید ورسره مرستې دوام وکړي:

((نن د زرو کورنیو سره د مرستې سامان راغلی دی، موږ د افغانستان د عامو خلکو نه هم خوښ یو او د حکومت نه هم خوښ یو، ځکه موږ سره ښه برابره مرسته روانه ده، هر چاته دومره مرسته رسیږي، چې پرده يې پرې خوندي کیږي، الته د مرستو ضرورت خو ډېر دی، ځکه چې څوک د یو ځای څخه ځي نو ټول کور يې ړنګ شي، بیا چې له سره کور جوړوې نو کور ته خو د هر شي ضرورت وي، اوسنۍ مرسته په ښه توګه روانه ده، عوامو او حکومت ښه پوره کمک کړی دی.))

د خوست د مجاهدینو د شورا رئیس مولوي سردار ځدراڼ له نظره دومره ډیرو کورنیو له پاره دا مرستې بسنه نه کوي، ځکه دې خلکو په جګړو کې ټول مالونه او شتمنۍ له لاسه ورکړي دي، نو باید نړیواله ټولنه دې خلکو له پاره خپلې مرستې ډېرې او دوامداره کړي.

دا مهال خوست ته د شمالي وزیرستان او نورو نږدې قبایلي سیمو څخه ۱۶۶۵۶ کورنۍ راکډه شوي چې د ګلان کېمپ په ګډون د خوست په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې يې اړولي، د UNHCR مسوولین وايي، چې د هغو کډوالو کورنیو سره به هم مرستې وکړي، چې د کېمپ څخه د باندې اوسیږي.

XS
SM
MD
LG