د لاسرسي ځای

تازه خبر

حامد کرزي پاکستان ته شرطونه وړاندې کړل


افغان ولسمشر حامد کرزی
افغان ولسمشر حامد کرزی

افغان ولسمشر حامد کرزي د یو لیک د لارې د پاکستان پر حکومت واضحه کړې ده چې د کومو شرایطو سره کابل د اسلام اباد سره یو ځای د ترهګرۍ پرضد ګډه مبارزه کولی شي.

افغان ولسمشر حامد کرزي د یو لیک د لارې د پاکستان پر حکومت واضحه کړې ده چې د کومو شرایطو سره کابل د اسلام اباد سره یو ځای د ترهګرۍ پرضد ګډه مبارزه کولی شي.

دغه شرطونه په دې توګه دي :

- له ټولو تروریستانو سره باید له توپير پرته مبارزه وشي.
- ملکي تلفات پېښ نه شي او عامو وګړو ته زیان ونه رسيږي.
- پاکستان باید ټول هغه طالبان چې د سولې پلویان دي له بنده ژر تر ژره آزاد کړي.
- د تروریستانو ځالې او د حمایت مرکزونه چې په هر ځای کې وي له منځه یوړل شي.
- پر افغانستان د پاکستاني توپخانې ډزې ودرول شي.
- د تروریزم خلاف د ګډې مبارزې سره باید د سیمې د لويو او موثرو هېوادونو لکه چین او هند هڅې هماهنګې کړای شي .
- د تروریزم خلاف د مبارزې د ښه پرمخ وړلو لپاره د پړاوونو د تعيينولو، او د هماهنګۍ د راوستلو او د تماسونو د تنظیم لپاره باید یوه د لارې نقشه جوړه شي.

تر اوڅه د پاکستان د حکومت دریځ ددغو شرایطو په وړاندې مخې ته نه دی راغلی. په دې وروستیو کې افغان ولسمشر حامد کرزي د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف سره په ټیليفون خبرې وکړې او همدارنګه دافغانستان د ملي امنیت د شورا سلا کار رنګین دادفر سپانتا د یو پلاوي په مشرۍ کې د پاکستان دوره هم وکړه.

XS
SM
MD
LG