د لاسرسي ځای

تازه خبر

دشمالي وزیرستان د عملیاتو د زر بشپړیدو غوښتنه وشوه


له وزیرستانه کډې بنو ته روانې دي
له وزیرستانه کډې بنو ته روانې دي

د خيبر پښتونخوا ټولو ګوندونو له مرکزي حکومت نه غوښتنه کړې چې په شمالي وزيرستان کې پوځي عمليات دې زر تر زره سر ته ورسوي، او د هرې بې کوره شوې کورنۍ د سره مالی مرستي کچه دې تر پنځوسو زرو پوري زياتي کړي. دغه غوښتني د خيبر پښتونخوا دحکومت لخوا رابلل شوې ټول ګونديزې غونډي کې پرون شوي.

د خيبر پښتونخوا وزيراعلی پرويز خټک مشال راډيو سره خبرو کې وویل، د شمالی وزيرستان بې کوره شويو خلکو سره به هر قسمه مرستي کوي.

د غونډي په ګډه اعلاميه کې د وفاقي حکومت نه دا غوښتنه هم شوې چې خيبر پښتونخوا صوبه دې افت زپلې وګرځول شي.

بل پلو په شمالی وزیرستان کې پولیټیکل انتظامیي نن پر خلکو یو وارې بیا غږ وکړ چې د سیمې نه دې زر تر زره ووځي. د مشال د خبریال ترمخه په تحصیل میران شاه، بویه او میر علې کې په کرفیو کې د ښکیلو خلکو لپاره نرمي هم شوي ده. پولیټیکل چارواکي وایي خلک دې سپینې جنډې په لاسونو او یا په ګاډو ولګوي ، او کوم خلک چې د بویه نه راځي هغوی به لومړی میران شاه او بیا میرعلي ته ووځي، او د میر علې او میران شاه خلک دې د کجورۍ چیک پوسټ ته ځانونه ورسوي.

دغو خلکو ته نن د مازیګر تر څلورو بجو پورې وخت ورکړل شوی دی. پرون هم د سیمې نه شپږنیم سوه کورنۍ راوتلي دي، چې زیاتره بنو ته تللي .

د مشال خبریال وایي اوس هم ځینې خلک چې پکې بوډاګان او بیماران شامل دي، په کورونو کې ګیر پاتې دي، او دوی د ګاډو هم هیڅ بندوبست نه لري.

بلخوا د خیسور سیمې خلک وایي د دوی لپاره تر اوسه د وتلو څه اعلان ندی شوی، خو پولیټیکل انتظامیه وایي د خیسور اوسیدونکې د وتلو لپاره یوازې د میر علي لاره استعمالولی شي، او بیا دې کجورۍ امنیتي پوستې ته ځانونه وباسي. په سیمه کې لا هم کرفیو ده، خو خلک باید سپینې جنډې په لاسونو کې ونیسې.

بلخوا د پوځ د اطلاعاتو څانګه ای ایس پي ار وایي تیره ورځ یي په شمالي وزیرستان کې په روانو پوځي عملیاتو کې اتلس وسلوال وژلې دي، چې یو پکې د میرانشاه د تحریک طالبان کمانډر هم شامل دی. ولې ازادو سرچینو د پوځ د دغه دعوو پخلی ندی کړی.

XS
SM
MD
LG