د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد پر کابل تور لګوي چې د ترهګرو مخه نه نیسي


په داسې حال کې چې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو طالبانو پرضد د پاکستان د پوځ عملیات روان دي، اسلام اباد پر کابل تور لګوي چې د تروریستانو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات نه کوي.

په داسې حال کې چې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو طالبانو پرضد د پاکستان د پوځ عملیات روان دي، اسلام اباد پر کابل تور لګوي چې د تروریستانو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات نه کوي.

دا هغه توردی چې افغانستان په تېره یوه لسیزه او مخکې کلونو کې پر پاکستان لګولی.

په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ او په هلمند ولایت کې د افغان ځواکونو عملیات تقریبا په یو وخت کې پیل شوي چې ورسره یو پر بل تورونو هم زور اخیستی.

پاکستان وايي، افغانستان د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د تروریستانو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره لازم کشفي اقدامات نه کوي او ادعا کوي چې؛ په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو له پیل وروسته یو شمېر وسله وال افغانستان ته اوړي.

پاکستاني چارواکي وايي، ګومان کوي چې د پاکستاني طالبانو مشر ملافضل الله په افغانستان کې دی او وزیر اعظم نوازشریف له افغان ولسمشرحامد کرزي څخه غوښتي دي چې؛ د نوموړي په موندلو کې مرسته ورسره وکړي.

د پاکستان د پوځ ویاند عاصم بجوا پرون وویل، د افغانستان حکومت د پاکستاني وسله والو طالبانو د ځالو په له منځه وړلو کې تر اوسه هېڅ راز اقدام نه دی کړی.

بجوا وویل، پاکستان د افغانستان له لوري اقدام غواړي، خو واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د افغانستان د ملي امنیت ادارې د ویاند له قوله لیکي چې وايي، د افغانستان حکومت لازم اقدامات کړي څو له شمالي وزیرستانه افغانستان ته په راغلو کډوالو کې پاکستاني وسله وال، ورانکارعناصر او د استخباراتو اجنټان نه وي شامل.

د ملګروملتونو د احصایيې له مخې له شمالي وزیرستانه شاوخوا 65 زره کسان د افغانستان خوست ولایت ته کډه شوي دي.

ورځپاڼه د ملي امنیت ادارې د ویاند عبدالحسیب صدیقي له قوله په راپور کې لیکي چې وايي، د پاکستاني طالبانو مشر یا نورې ډلې په افغانستان کې نشته او فعالیت نه کوي.

صدیقي وايي، پاکستان ځکه تورونه لګوي چې؛ پرافغانستان خپلې راکټي حملې توجېه کړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر یو بل دا تورونه لګول چې؛ د وسله والو د نفوذ د مخنیوي لپاره لازم اقدامات نه کوي، له تېرو څه باندې دولسو کلونو راهیسې دوام لري خو په داسې حال کې چې افغانستان طالبان د پاکستان اجیر ځواک بولي او د پاکستان ځواکمن پوځ هم له طالبانو سره لږترلږه په تېر وخت کې اړیکي نه ردوي، د پاکستان له لوري دا تورونه څومره د توجېه وړ دي؟

د سیاسي چارو کارپوه او د ویسا ورځپاڼې مسوول مدیر محمد زبیر شفیقي وايي:

″له پیله تراوسه هغه بدامني چې پېښه ده افغانستان یې له بده مرغه ښکار شوی دی.

تاسو وګورئ په تېرو دیارلسو کالو کې هغه نړېوال جنګیالي چې دلته نیول شوي، ټول په پاکستان کې نیول شوي، که وژل شوي ټول هملته دي.

د پاکستان دا خبره هسې د خپل بام واوره پر بل اچول دي او خپلو هغو کړو وړو ته توجیه لټوي چې دوی، په تېره د پاکستان پوځي او استخباراتي حلقې د دغو تګ لارو او پالیسیو او ستراتیژیو اصلي سرچینې دي. پاکستان له خپلې لمنې څخه اور اخیستی.″

په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د پخوانیو عملیاتو برعکس داځل پوځي چارواکو ویلي، چې نه یوازې د پاکستاني طالبانو بلکې د حقاني ډلې په مشرۍ په دې سیمه کې د دېره افغان طالبانو پرضد به هم اقدام وکړي.

واشنګټن پوست لیکي، پر حقاني شبکه شک دی چې د پاکستان له استخباراتو سره اړیکي لري.

د پاکستان د لوی درستیزانو د کمیټې مشر جنرال راشد محمود تېره اونۍ د پنټاګون جنرالانو او د امریکا د کانګرس غړو ته وویل، چې حقاني شبکه به له شمالي وزیرستانه وباسي.

په شمالي وزیرستان کې له پوځي عملیاتو سره په یوه وخت کې په هلمند کې سلګونو طالبانو پر افغان امنیتي ځواکونو حملې پیل کړې.

د هلمند والي محمدنعیم بلوڅ د پنجشنبې په ورځ تور ولګاوه چې د هلمند د جګړې قومانده د پاکستان د پوځي استخباراتو د ادارې ISI د افسرانو په لاس کې ده.

په همدې ورځ افغان ولسمشرحامد کرزي وویل، چې د هلمند په جګړه کې بهرني جنګیالي ښکېل دي.

ښاغلي کرزي د هلمند جګړه د پردیو د اهدافو یوه وسیله وبلله او ویې ویل، چې په دې کې د بهرنیانو لاس دی او په دې جګړه کې بهرني جګړه ماران هم لیدل شوي دي.

XS
SM
MD
LG