د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان او افغانستان باید د ترهګرۍ مخنیوي لپاره ګډ ټیم ولري'


د افغانستان ملي امنيت لپاره د ولسمشر سلاکار ډاکتر رنګين دادفر سپنتا
د افغانستان ملي امنيت لپاره د ولسمشر سلاکار ډاکتر رنګين دادفر سپنتا

ډاکټر رنګین دادفر سپنتا د پاکستان وزیر اعظم ته د افغان ولسشمر يو ليک هم رسولى، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډې همکارۍ د اړتيا اړه ليکل شوى.

د افغانستان ملي امنيت لپاره د ولسمشر سلاکار ډاکتر رنګين دادفر سپنتا په مشرۍ افغان پلاوي د پاکستان په پايتخت اسلام اباد کې د دې هېواد له وزیر اعظم نواز شريف او د پاکستان پوځ له مشر جنرال راحيل شريف سره کتلي او په دوه اړخيزو اړيکيو سربېره يې ورسره په شمالي وزيرستان کې د روانو پوځي عملياتو او پر پاک _ افغان ګډه پوله د ترهګرو د مخنيوي په اړه خبرې کړي دي.

د پاکستان د وزیر اعظم له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې افغان پلاوي له وزیر اعظم نواز شريف سره د ليدنې پر مهال د دوه اړخيزو اړيکيو د لا پراختيا و پياوړتيا په اړه غږېدلى.

بلخوا د پاکستاني پوځ عامه اړيکيو دفتر « ISPR » په يوه خپور شوي بيان کې ويلي، چې افغان پلاوي په راولپېنډۍ کې د پاکستاني پوځ په عمومي قومندانۍ کې له جنرال راحيل شريف سره کتلي او په وزيرستان کې د روانو پوځي عملياتو په اړه يې ورسره خبرې کړي.

خپرپاڼه کاږي، چې د پاکستاني پوځ لوى درستيز له افغان پلاوي وغوښتل، چې افغان دولت دې د پاکستان_افغانستان پر ګډه پوله امنيتي تدابير لا پياوړي کړي او هغو ترهګرو ته دې پناه نه ورکوي، چې د شمالي وزيرستان په پوځي عملياتو کې له دې سيمې تښتي.

د پاکستان دولتي اژانس اسوشيېټېډ پريس د راپور له مخې، ډاکټر سپنتا د پاکستان وزیر اعظم ته د افغان ولسشمر يو ليک هم رسولى، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډې همکارۍ د اړتيا اړه ليکل شوى.

افغان پلاوى په داسې حال کې اسلام اباد ته تللی، چې پاکستاني حکومت ډيورنډ کرښې ته څېرمه په شمالي وزيرستان کې پراخ پوځي عمليات پيل کړي، چې تر دمه پکې د لسګونو وسله والو د وژلو ادعا کېږي.

بلخوا د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې مېرمن اسلم په اسلام اباد کې خپلې اوونيزې خبري غونډه کې ويلي، «موږ په شمالي وزيرستان کې د ترهګرو پرضد پراخ پوځي عمليات پيل کړي او په دې لړ کې له افغان دولته غواړو، تر هغو پر ګډه پوله امنيت ټينګ کړي، چې ترڅو زموږ عمليات پر وخت پاى ته ورسېږي».

د پاکستان بهرنو چارو وزارت لخوا د افغان پلاوي د سفر په اړه په خپره شوې ګډه اعلاميه کې ويل شوي، چې دواړو هېوادونه په دې خبرې همغږي شوي، چې په سيمه کې د ترهګرۍ مخنيوي لپاره بايد د پاکستان او افغانستان د بېلابېلو ادارو، په ځانګړې توګه د امنيتي ادارو ترمنځ اړيکې لا پراخې شي او د همدې هدف لپاره بايد يوه ګډه کاري ډله جوړه کړل شي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG