د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل پلاوی اړیکو سمولو لپاره اسلام اباد ته ځي


د افغانستان ملي امنيت شورا رييس رنګين دادفر سپنتا
د افغانستان ملي امنيت شورا رييس رنګين دادفر سپنتا

د افغانستان ملي امنيت لپاره د ولسمشر سلاکار رنګين دادفر سپنتا به د پنجشنبې پر ورځ د افغانستان بهرنيو او د دې هېواد د دفاع چارو وزارت له يوه جګپوړي پلاوي سره پلازمېنې اسلام اباد ته ځي.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د چارشنبې پر ورځ په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د افغانستان ملي امنيت لپاره د ولسمشر سلاکار رنګين دادفر سپنتا به د پنجشنبې پر ورځ د افغانستان د بهرنيو او د دې هېواد د دفاع چارو وزارت له يوه جګپوړي پلاوي سره پلازمېنې اسلام اباد ته راشي.

خبرپاڼه زياتوي، چې نوموړى به له پاکستاني وزیر اعظم نواز شريف، د بهرنيو او امنيتي چارو لپاره د هغه له سلاکار سرتاج عزيز او همداراز د دې هېواد له يو شمېر پوځي چارواکيو سره وګوري او د دواړو هېوادونو د خپلمنځي اړيکيو د لا پراختيا و پياوړتيا په اړه به سره وغږېږي.

د پاکستان د سياسي او روانو چارو ځينې څارونکي پاکستان ته د افغانستان د ملي امنیت شورا د رییس رنګین دادفر سپنتا په مشرۍ د افغان پلاوي سفر د سولې د ټینګښت لپاره مهم بولي او وايي، چې دا سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ خپلمنځي اړيکي لا پياوړي کړي.

د سياسي او روانو چارو کارپوه مشتاق يوسفزي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، افغانستان له ډېر پخوا راهيسې له پاکستانه غوښتل چې په شمالي وزيرستان کې دې د مېشتو وسله والو پرضد پوځي عمليات وکړي، اوس چې دا عمليات پيل شوي، نو ښايي دا سفر به د دواړو هېوادونو لپاره ډېر مهم وي:

" د افغانستان پلاوی په داسې وخت کې راروان دى، چې پاکستان په شمالي وزيرستان کې عملیات پېل کړي دي، او همدا د افغانستان او امريکا له ډېره وخته غټه مطالبه وه، د هغوى په وينا دلته هغه خلک مېشت دي، چې په افغانستان کې پر امريکايانو او افغان ځواکونو حملې کوي. نو دا يقيناً چې ډېر د اهميت وړ سفر دى او زما په خيال دا لومړى ځل دى چې د افغانستان پلاوی په داسې وخت کې پاکستان راځي، چې د هغوى غوښتنه منل شوې ده."

نوموړى همداراز وايي، په سيمه کې د ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره بايد دواړه هېوادونه ګډې هڅې وکړي او پرې نږدي چې په دې لار کې خنډونه رامنځته شي.

د افغانستان پلاوی تر هغه وروسته پاکستان ته ځي، چې د روانې مياشت پر ١٧مه نېټه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزى او د دې هېواد د بهرنيو چارو سکرېټري اعزاز احمد چوهدري کابل ته تللي او له افغان ولسمشر حامد کرزي سره یې کتلي ول.

د سياسي چارو يو بل څارونکى شميم شاهد هم پاکستان ته د افغان پلاوي سفر مهم بولي، خو د دې ترڅنګ وايي، چې د پلاوو په تګ راتګ مسئله نه حلېږي، دواړه هېوادونه بايد له يو بل سره کړې ژمنې عملي کړي او خپلو ژمنو ته رښتيني پاتې شي:

" که تاسو وګورئ، خبرې اترې او دا رنګ ملاقاتونه او خبرې اترې د ٩یولسم سیپټېمبر له پېښې پس بیا بیا د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې شوې دي، خو پر شوو خبرو او ژمنو عمل نه کېږي، چې له کبله یې اړیکې هم خرابې شوې دي. پکار دا ده چې پر شوو خبرو عمل وشي، تش په خبرو باندې، تش په ژمنو باندې کار نه کېږي."

شميم شاهد همداراز وايي، پکار ده چې دواړه هېوادونه دې په سيمه کې د ترهګرۍ مخنيوي لپاره جدي هلې ځلې وکړي او د ښو او بدو طالبانو له توپير پرته هغه ټول وسله وال له منځه يوسي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ بې اعتمادي پيدا کوي.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان حکومت د روانې مياشت له ١٥مې نېټې راهيسې ډيورنډ کرښې ته څېرمه په شمالي وزيرستان کې پوځي عمليات پيل کړي، چې تر دمه يې پکې د لسګونو کورنيو او بهرنيو وسله والو د وژلو ادعا کړې، خو خپلواکو او سيمه ييزو سرچينو لا تر دې دمه د پاکستاني پوځ د ادعاو پخلى نه دى کړى.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG