د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان کډوال وايي، د کراچۍ ښار پولیس مو ځوروي


کراچۍ: د افغان کډوالو د پنډغالي په یو ښونځي کې ماشومانې زده کونکي یوه ملي ترانه زمزمه کوي، دا پنډغالی د کراچۍ له مرکزه نزدې دېرش کیلومیټره بهر په یوه شاړه دشته کې اباد دی.....

کراچۍ: د افغان کډوالو د پنډغالي په یو ښونځي کې ماشومانې زده کونکي یوه ملي ترانه زمزمه کوي، دا پنډغالی د کراچۍ له مرکزه نزدې دېرش کیلومیټره بهر په یوه شاړه دشته کې اباد دی، له تېرو څه دپاسه ۳۰ کلونو راهسې دلته اباد دا پنډغالی که څه هم د ښار له کارخانو او مارکیټونو لېری دی خو په دې ورستیو کې د ښار له ګڼې ګوڼې یې یوې څنډې ته منتقل شوی دی.

نوې سبزي منډۍ له کېمپه په لس کیلومیترۍ کې ده، زیاتره افغان کډوال همدې منډۍ ته سهار د ګټې وټې لپاره راځي او ماښام خپل پنډغالي ته ستنېږي.
کډوال وایي، د روان کال د جون پر اتمه نیټه د کراچۍ په هوایي اډه د ترسره شوي ډله ایز وسله وال برید وروسته یې پولیس سخت ځوروي، د یاد کېمپ مشر حاجي عبدالله په دې اړه راته وایي


((افغانان مزدوري نشي کولې،خپلو کورو ته نشي تلې،پولیس یې نیسي ،تالاشي کوي یې او خلک ترې ډېر په ستونزو کې دي))


حاجي عبدالله زیاته کړه په هوایي اډه د حملو روسته نیول شوي د سلو څخه زیات افغان کډوال لا هم د پولیسو په ولقه کې دي چې د پیسو نه ورکولو له امله تراوسه نه دي خوشي شوي.


د حبیب الله په نوم یو تن مشال ریډیو ته وویل ، نسلا ازبک دی او د تېرو څه دپاسه لسو کلونو راهسې د کډوالو په کېمپ کې غالۍ جوړوي ، دې وایي پاکستاني پولیس ترې د لارې په اوږدو پیسې اخلي


((زمونږ غټه ستونزه داده چې کله په پاکستان کې دننه له یوې صوبې بلې ته سفر کوو، نو د لارې په اوږدو کې مو پولیس له موټرو راښکته کوي،او ازاروي مو. که ماجر کارت یا پاسپورټ او ویزه هم ولرو بیا هم راځینې دومره پیسې اخلي څومره مو چې په جېب کې وي))


کډوال زیاتوي د کېمپ ټول استوګن او په تېره بیا ازبک نژاده افغانان دې ورستیو حالاتو سخت خواشیني کړي دي.


په کراچۍ کې د افغانستان جنرال قونسل شاه احمد سعید مشال ریډیو ته وویل دوي د افغان کډوالو له ستونزو خبر دي او ددې د حل په موخه له اړونده اورګانونو سره په تماس کي دي.


((دا درسته ده چې افغان کډوال په پاکستان کې د ځینو مشکلاتو سره مخ دي ، دوي د سفر په مهال هم د پاکستان د امنیتي ځواکونو لخوا په یوه نامه او بله نامه تنګول کیږي. مونږ په دې اړه د افغانستان او پاکستان د اړونده ادارو سره په تماس کې یو، دغه ستونزې لږ څه کمي شوي او په راتلونکي کې به نورې هم کمی شي))


د افغان کډوالو دا ستونزه مې د کراچۍ له کمشنر شعیب احمد صدیقي سره شریکه کړه ، د هغه ځواب و


((زه په دې اړه د پولیسو لوړ پوړو چارواکو ته ووایم او هغوي به په دې پوهه کړم چې دا خلک د نړیوال قانون د لاندې دلته استوګن دي ، دا زمونږ مېلمانه دي او دلته په امن سره اوسیږي باید ددوي سره دا ډول چلند ونه شي چې دوي ته ترې شکایتونه پیدا شي))


د ملګرو ملتونو د کډوالو د نړیوالې ادارې یو این ایچ سي ار د شمېرې ترمخه په کراچۍ کې تر ۹۳ زرو افغان کډوال راجسټر دي ، ددې ترڅنګ په دغه ښار کې نا رجسټر شویو افغانانو شمیر هم تر لسګونو زرو دی.

XS
SM
MD
LG