د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د وزیرستانیو کډوالو ستونزې


په خوست کې د ګربزو د ګلان کېمپ یا پنډغالۍ خلکو ته په اتیایمه لیسزه کې پر افغانانو د روسانو د یرغل او د افغانانو د مهاجرتونو وخت ور په یادوي.

د خوست د ګربزو د سیمې په ګلان کېمپ یا پنډغالي کې اوسمهال د کډوالو شمېر ډېر شوی او په دې څلور زره جریبه پراخه دښته کې زرګونه خیمې لګیدلي، خو لا هم ډېرې داسې کورنۍ شته، چې د خیمو په ګډون ورته هېڅ ډول مرستې نه دي رسیدلي او سوځنده ګرمۍ ته پراته دي، دوی غوښتنه کوي، چې د سرپناه، خوړو او اوبو په برخه کې دې ورسره مرستې وشي.

په خوست کې د ګربزو د ګلان کېمپ یا پنډغالۍ خلکو ته په اتیایمه لیسزه کې پر افغانانو د روسانو د یرغل او د افغانانو د مهاجرتونو وخت ور په یادوي.

د ګلان په پراخه دښته کې چې څلور پنځه ورځې مخکې ځايي ادارې د بیلګې په ډول څو خیمې ودرولې اوس په کې تر دریو زرو پورې خیمې ولاړې دي او په کې د ځوانانو، تور سرو، ماشومانو او سپینږیرو حساب نه کیږي.

په دې کېمپ کې که له یوې خوا د کډوالو ژوند د ستونزو سره ملګری دی، بل لوري ته کله چې په دې ځای کې څوک په سلګونو خوستیان، مدني فعالان، حکومتي سرتیري او چارواکي ویني، چې کډوالو سره د مرستې او خواخوږۍ له پاره ورځي، نو بیا د بې ځایه شویو دا تسلیت کیږي او ډاډ حاصلیږي، چې ددې خلکو په درد ځايي خلک دردمن دي او تر وسه يې سختو ستونزو ته نه ورکوي.

ګلان یوازینۍ دښته نه ده، چې د کډوالو زرګونو کورنیو په کې اړولي او د کډوالو شمېر په کې مخ په ډېریدو دی، بلکې د خوست ډيریو نورو ولسوالیو ته هم وزیرستاني او قبایلي کډوالو کډې ورکړي دي.

کډوالو سره مرستې په چټکۍ روانې دي، څوک ورته اوبه راوړي، څوک ورته خواړه راوړي، څوک ورته خیمې لګوي او څوک يې هم د دوا درملو غم خوري، خو دا هر څه کډوالو له پاره بسنه نه کوي.

لا تر اوسه سلګونه کورنۍ شته، چې د سرپناه له پاره خیمې هم ورته نه دي رسیدلي، یو شمېر کډوال ماشومان ناروغان شوي دي او د کډوالو کورنۍ د سوځنده ګرمۍ څخه په تکلیف کې دي.

د هېوادپال ځواک یو تن غړي عبدالولي واحدزي، چې د لسو لکو روپیو د مرستې دوا درمل راټول کړي او کډوالو ته يې خپلو ملګرو سره یو ځای راوړي ول خپل نظر مشال راډيو سره په دې توګه شریک کړ:

((موږ تېره ورځ د یو پراخ ولسي کمپاین په ترڅ کې د خوست ښار د مختلفو روغتیايي مرکزونو، کلینکونو، درملتونونو او د درملو د عمده فروشیو څخه ډول، ډول با کیفیته درمل راټول کړل او دادی نن د هېوادپال ځواک له خوا روغتيايي کېمپ ایجاد شویده، البته د ګلان په کېمپ کې، ډاکټران راغلي دي، د پنځه کورنیو د ماشومانو له پاره موږ د درملو امکانات لرو، دغه مرستې په هېڅ صورت تکافو نه کوي، غوښتنه مو د مرکزي حکومت او نړیوالو مرستندویانو څخه داده، چې دې خلکو ته ثابت روغتيايي مرکزونه جوړ شي، د خوراک لومړني مواد ورته ورسیږي، ځکه دوی د ډېرو سختو مشکلاتو سره مخامخ دي.))

په ګلان کېمپ کې یوه ستره ستونزه داده، چې مرستې سمې نه دي تنظیم شوي، ځنو کورنیو ته څلور، پنځه خیمې رسیدلي، خو بیا ځني کډوال په ورځو، ورځو یوې خیمې ته منتظر پاتې دي.

د میرانشاه د ډنډې د تیردانۍ د سیمې یو تن اوسیدونکی هم وايي، چې باید د توکو په ویش کې عدالت مراعت شي او هر چاته په یو شان توکي وویشل شي.

د میرانشاه څخه یو تن ځوان کډوال نعیم الله ، وايي چې ځکه خوست ته راکډه شوي، چې د دوی په سیمه کې حالات خراب وو، بل خوست دوی ته نږدې وو او کډوالو سره د خوستوالو خواخوږي هم ډېره ده.

د ګلان په پنډغالي کې خوست مرستیال والي عبدالواحد پټان مشال راډیو ته وویل، چې دوی سره څلور زره کورنۍ ثبت شوي، خو د مالوماتو تر مخې دیارلس زره کورنۍ د خوست مختلفو سیمو ته راکډه شوي دي.

نوموړي کډوالو سره د ولسي مرستو یادونه وکړه، خو هغه تمه لري، که چیرې دا پنډغالۍ د مهاجرینو د عالي کمیشنرۍ سره رسمي ثبت شي، نو دې خلکو ته به ټولې مرستې او خدمتونه په اساسي توګه ترسره شي:

((موږ کوښښ کوو، چې ټول کډوال ثبت او راجسټر کړو، دا چې دوه ورځې مخکې د مهاجرینو د عالي کمیشنرۍ مقام دلته تشریف راوړی وو، هغوس سره مو خبرې وکړې چې دا کېمپ موږ ته منظور کړي.

که داسې وشول نو دوی ته به خدمات په وخت او زمان ورسیږي، اوس خو خیرخواه خلک ډېر کمکونه کوي، دولت چې څه په لاس کې وو، کړي دي، خیمې یې ورته وویشلې، خوراکي توکي څه چې موږ په لاس کې لرل هغه مو پرې وویشل، ولې دا بسنه کوي، کډوال محتاج دلته د ونو لاندې پراته دي، په سره غرمه کې اوبه ورته نه رسیږي.))

کتونکي په دې اند دي، که په خوست کې د ګلان کېمپ کډوالو له پاره د اوبو، خوړو او سر پناه لازم شرایط برابر نه شي، نو د ناروغیو د ډيریدو او انساني تلفاتو د پيښيدو ګواښ ډیریږي او دا کار به د حکومت او نړیوالې ټولنې موقف او باور سخت زیانمن کړي.

XS
SM
MD
LG