د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پښتونخوا پرته د پاکستان نورو صوبو ته دشمالي وزیرستان کډوال نه پریښودل کیږي


له وزیرستانه خلک کډه کوي
له وزیرستانه خلک کډه کوي
په شمالي وزیرستان کې که له یوې خوا د پوځي عملیاتو له وجې په لسګونو زره خلک بې کوره شوي نو له بلې خوا دپاکستان دریو صوبایي حکومتونو ددغو کډوالو خپلو صوبو ته د اخلیدو د مخنیوي په موخه سخت ګامونه پورته کړي دي.

د سیند حکومت اعلان کړی دی چې دغه صوبه کې د نورو بې کوره شویو خلکو بوج نشي اوچتولی او په دې موخه دوی په شمالي وزیرستان د اپریشن په مهال د بې کوره شویو خلکو دپاره د سیند صوبې پولې تړلي دي . چارواکي وایي د سیند صوبې هغه پولې چې د پنجاب صوبې سره لګیدلي دي ، هلته د بې کوره شویو خلکو د مخنیوي په موخه د امنیتي سرتیرو نورې پوستې جوړې شوي دي .

د سیند د حکومت ترڅنګ د پنجاب او بلوچستان حکومتونو هم دغو صوبو ته د بې کوره شویو خلکو د نه داخلیدو په موخه ورته ګامونو پورته کړي دي .

د سیاسي چارو کارپوه حسن خان د صوبايي حکومتونو لخوا اوچت کړی شوي دا ګامونه بې ځایه ګڼي او وايي :

(( د سیند او د بلوچستان حکومتونو د بې کوره شویو خلکو د نه پریښودلو واضح اعلانونه کړي دي ، د پنجاب حکومت بیا د اوښیارتیا نه کار اخیستی دی او د بې کوره خلکو د مخنیوي په حقله یې سخت چیکنګ شورو کړی دی چې له امله یې بې کوره شوي خلک بې حوصلې کیږي او دغلته نه ورځي، اسلام اباد کې هم دا حال دی . ددې مطلب دادی چې په پاکستان کې په دوی زمکه تنګه کړې شوې ده. ))
حسن خان زیاته کړه چې د صوبایي حکومتونو دا کار ځکه دغندنې وړ دی چې په وزیرستان کې دا عملیات د ترهګرو په ضد کیږي او یو وخت داسې و چې دا ترهګر د پاکستان حکومت د یوې مخصوصې تګلارې په واسطه له نړۍ راټول کړي او په قبایلي سېمو کې یې میشت کړي دي.

حسن خان وویل په مشکل وخت کې د صوبایي حکومتونو له لوري د بې کوره شویو خلکو سره داسې سلوک کول خلک د کرکې په لور هڅوي.
د سیاسي چارو یو بل کار پوهه اختر بلوچ وایي د پاکستان ټولو صوبو بې کوره شویو خلکو ته د پنا نه ورکولو پریکړه به ښايي په صوبو کې د امنیتي وضعې خرابیدو ته په کتو سره شوې وي :

((د بې کوره شویو خلکو مخه نیول د انساني حقونونو د درناوي په ضد عمل دی خو صوبو دا کار ددې لپاره کړی دی چې که د بې کوره شویو خلکو په شکل کې جرایم پیشه خلک دغو صوبو ته ننوزي نو دغلته به د حالاتو د خرابیدو سبب وګرځي. ))

خو شنونکی حسن خان وایي د پاکستان دننه صوبایي حکومتونه بې کوره شویو خلکو سره د مرستو څخه انکار کوي او افغانستان ددې هر څه باوجود د کډوالو هرکلي ته چمتووالی ښایي:

(( افغانستان په دې اړه ډېره ښه فیصله کړې ده ، هلته چې کوم کډوال تللي دي هلته هغوي ته عزت ورکول کیږي، کورنه ورته هغوی ورکوي، نورې مرستې ورسره کوي ، ځکه اوس قبایل کوشش کوي چې افغانستان ته لاړ شي. په پاکستان کې ددې بې کوره شویو خلکو بې عزتي کیږي،ددوی جامه تلاشي کیږي . د میرعلي نه تر بنو ۳۴ کیلومیتره لار ده په دې کې ځای په ځای د تلاشۍ لپاره چیک پوسټونه لګول شوي دي . دا کوم سلوک چې ددوی سره کیږي نو داسې ښکاري لکه پاکستان چې دا فیصله کړي وي چې دوی قبایل نور د ځان سره ساتل نه غواړي. ))

شنونکي وایي که حکومت د اپریشن د شورو کیدو نه مخکې د بې کوره شویو خلکو لپاره کوم کره سیستم جوړ کړي نو نه یوازې د بې کوره شویو په شکل کې د شرخوښو مخه به نیول شوې وي بلکې ددې څخه به کډوالوته په دې سخت وخت کې ګټې هم رسیدلایې وایي.
XS
SM
MD
LG