د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر کرزی: پاکستان دې شمالي وزيرستان عملياتو کې د ولسي وګړو ژوند ته پام وکړي


افغان ولسمشر حامد کرزی
افغان ولسمشر حامد کرزی
پرون افغان ولسمشر حامد کرزي کابل کې د ديني عالمانو يوې غونډې ته وويل چې د پاکستاني وزيراعظم نوازشريف سره يې ټيليفوني خبرو کې غوښتنه کړي چې شمالي وزيرستان کې د روانو پوځي عملياتو پرمهال دې د ولسي وګړو ژوند ته پام وکړي.

هغه همداراز وويل چې که پاکستان بغير له توپیره د ټولو وسله والو ډلو پرضد عمليات کوي نو دوی ورسره ودريږي او همکارۍ ته تيار دی.

پاکستان په شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياتو پيلولو ورستو له افغانستانه د وسلوالو پرضد د مرستو غوښتنه کړي وه.
که پاکستان بغير له توپیره د ټولو وسله والو ډلو پرضد عمليات کوي نو افغانستان ورسره ودريږي او همکارۍ ته تيار دی.
افغان ولسمشر حامد کرزی
بلخوا د افغانستان د خوست ولايت چارواکي وايي د ګربز ولسوالۍ په ګلان کمپ کې يې د شمالي وزيرستان له ٣٠٣ کډوالو کورنيوو سره د خوراکي او غيرخوراکي موادو مرسته کړي.

د دې ولايت د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې ترمخه دغه مرستې د خوراک نړيوالې ادارې او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په همکارۍ پر دغو کډوالو ويشل شوې دي.

چارواکي وايي يوشمېر نورو ادارو هم ژمنه کړي چې له شمالي وزيرستانه راغلو دغو کډوالو سره به مرسته کوي.
خوستوال د شمالي وزيرستان خلکو ته خوست کې هرکلی وايي
خوستوال د شمالي وزيرستان خلکو ته خوست کې هرکلی وايي
چارواکي وايي تر اوسه ګرځنده روغتيايي ډلو د دغو کډوالو څه باندې ٨٦٠ ماشومانو ته د ګوزڼ يا پوليو ضد واکسين ورکړى دي. په دې وروستيو کې د شمالي وزيرستان تر لسو زرو زيات کډوال د پاکستان د پوځ د عملياتو له کبله افغانستان ته تللي دي.

نن د پاکستان پوځ په يوه ننۍ خبرپاڼه کې ويلي چې شمالي وزيرستان کې يې د د پوځي عملياتو په اوومه ورځ دولس کورني او بهرني وسله وال وژلي خو ازادو سرچینو تر اوسه د دې پخلی نه دی کړی.

تيره ورځ پيښور کې د امنيتي سرتيرو په مرکز کې د پاکستان وزیر اعظم نواز شريف او پوځي مشر راحيل شريف ته د شمالی وزیرستان د پوځي عملياتو په اړه ورکړل شوو مالوماتو کې ويل شوي چې د عملياتو له پيل راهيسې تر اوسه پوري دوه سوه دوه ديرشت وسله وال وژل شوي دي.

په دې اړه تحريک طالبان پاکستان يا شمالي وزيرستان کې مېشتې کومې بلې وسله والې ډلې څه نه دي ويلي.
XS
SM
MD
LG