د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان وزیرستان عملیات


له وزیرستانه په لسګونه زره وګړي خوندي سیمو ته کډې وړي
له وزیرستانه په لسګونه زره وګړي خوندي سیمو ته کډې وړي

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په ليکنه کې د پاکستاني پوځ د يوه مشر چارواکي يوه خبره هم راخيستل شوې چې رايټرز خبري اژانس ته يې ويلي، ممکن په قبايلي سيمو کې زموږ بريا د پنجاب په ميدانو کې زموږ په ماته بدله شي.

د امريکايي واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په ليکنه کې راغلي، کلونه وشول چې کتونکو د پاکستان پر حکومت او همداراز پر پوځ په دغه هېواد کې د موجودو ترهګرو پر ضد د سخت اقدام نه کولو لپاره نيوکې کولې.


دا خبره څرګنده ده چې پاکستاني طالبانو په تېرو وختو کې، د دې هېواد د استخباراتي ادارې ای ايس ای پشمول، د پاکستاني اېسټيبلشمنټ په ځينو برخو کې خپل ملاتړي خلک درلودل.

پروسږ کال، د نوازشريف په مشرۍ د پاکستان نوي جوړ شوي ولسي حکومت، په داسې حال کې چې له يو شمېر کورنيو ننګونو سره مخامخ و، له طالب مشرانو سره د امن خبرو پيلولو پرېکړه وکړه. خو له ليکنې سره سم، دغه عمل هېڅ مثبته نتيجه ور نه کړه.

ليکنه زياتوي، د پاکستانيو طالبانو په ډله کې يو شمېر وړې ترهګرې ډلې شاملې دي. د پاکستاني پوځ اوسني عمليات زياتره د هغو بهرنيو ترهګرو پر خلاف دي چې د دې هېواد په قبايلي سيمو کې دېره دي.

د ليکنې تر مخه، په داسې حال کې چې د حکومت اپوزيشن ګوندونو، لکه د عمران خان تحريک انصاف هم د وسله والو پر ضد د پاکستاني پوځ د اوسنيو عملياتو ملاتړ کړی دی، د امريکا ډرون الوتکو تېره اونۍ له يوې اوږدې وقفې وروسته په شمالي وزيرستان کې د حقاني ډلې وسله وال په نښه کړل.

ليکنه کاږي، ياده ډله د پاک افغان پولې دواړو غاړو ته ياغي او جنايتي فعاليتونه کوي، چې په اړه يې ويل کيږي، له ای ايس ای سره نيږدې اړيکې لري.

ليکنه وايي، دا جوته نه ده چې د پاکستان پوځ به د شمالي وزيرستان په روانو عملياتو کې د حقاني ډلې پر ضد هم اقدام وکړي او که څنګه.

په ليکنه کې د پاکستاني طالبانو د يوه وياند وروستۍ وينا راخيستل شوې چې ويلي يې دي، د پاکستان د حکومت او په دغه هېواد کې د مېشتو بهرنيانو پر ضد به خپله جګړه نوره هم پسې وغځوي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په ليکنه کې د پاکستاني پوځ د يوه مشر چارواکي يوه خبره هم راخيستل شوې چې رايټرز خبري اژانس ته يې ويلي، ممکن په قبايلي سيمو کې زموږ بريا د پنجاب په ميدانو کې زموږ په ماته بدله شي.

په همدې ليکنه کې بيا د يوه پاکستاني ليکوال بابر ستار په حواله ويل شوي، کله چې په يوه هېواد کې رياستي ادارې او هم غير رياستي عناصر د خپلو کړنو د مشروعيت لپاره له مذهبه کار اخلي، نو نتيجه يې همدغسې تباهي او بربادي وي لکه پاکستاني ټولنه چې ورسره دا مهال مخامخ ده.

د ليکنې تر مخه، دا مهال چې امريکا له افغانستانه وتلو ته تياری نيسي، پاکستان ته يو ښه فرصت په لاس ورغلی چې خپلو کورنيو او بهرنيو پالېسيو ته له نوي سره کتنه وکړي.
XS
SM
MD
LG