د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هنګو کې د يوې کورنۍ ۷ کسه ووژل شول


طارق اورکزی (هنګو): - د خيبر پښتونخوا په هنګو کې نامالومو کسانو د میر رحمان په نامه د یو کس پر کور برید کړی او د چارواکو په خبره د هغه د کورنۍ د دريوو ښځو په شمول يې اوه غړي وژلي.

پولیس وايي چې دغه پیښه بيګا (چارشبنې په شپې) شاو خوا دوه نیمې په باکرو بانډې
کې رامنځته شوه. د بريد په وخت وژل شوي کسان ويده وو. دې پيښه کې يوه ښځه هم زخمي شوي ده.

د هنګو د صدر تاڼې د پوليسو مشر (ایس ایچ او) عابد خان نن مشال ریډیو ته وویل چې د دې کور دوه ښځې چې بريد کې ورته کوم زيان نه دی اوښتی،د نامالومو کسانو په خلاف ايف، آيي، آر درج کړی.

عابد خان زياتوي: ((وژل شوو کې دوه سړي، درې ښځې او دوه ماشومان وو. په ماشومانو کې خظیمه د اتو او ياسمين د دولس کلونو وو.))

د نوموړي په خبره د ميررحمان کورنۍ له اورکزو څخه ډيره موده مخکې له هغې وروسته بې کوره او هنګو کې ميشته شول چې هلته د وسله والو خلاف پوځيانو عمليات وکړل.

پوليس زياتوي چې د دې خلکو د چا سره کومه شخصي دشمني نه وه او معلوميږي چې د ترهګرۍ پيښه ده.

د دغې پېښې پړه لا تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخيستي.

هنګو ضلع د اورکزو او کورمې سره ليګدلې سيمه ده چې د دغو قبايلي سيمو ډير بې کوره شوي خلک پکې اوسيږي.

د تېرې مياشتې په پنځه ويشتم تاريخ وسله والو طالبانو د يو خط د لارې خلکو ته ويلي وو چې د جګړو او پوځي عملياتو له وجې بې کوره شوي خلک دې د هنګو د توغ سرای له کمپ څخه وځي او که نه وتل پر دوی به حملې وکړي.
XS
SM
MD
LG