د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزيرستان کې د ګڼو وسله والو د وژلو دعوه شوي


د پاکستان امنیتي چارواکي وایي نن سهار وختي جنګي الوتکو په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو په شپږو پټن ځایونو بمباري کړي او ګڼ وسله وال يې وژلي.

د پاکستان د پوځي د اطلاعاتو ادارې (ISPR) په يوه خبرپاڼه کې دعوه کړي چې د دته خېلو په ديګان سيمه کې يې کړو بريدونو کې له پنځوسو ډير کورني او بهرني وسله وال وژلي. د دغه ننۍ خبرپاڼې ترمخه اکثره وژل شوي ترهګر ازبک دي چې د پوځ په خبره د کراچۍ د تېرې يکشنپې د شپې د بريد پلانونکي هم پکي وو.

د کراچۍ پر هوايي ميدان بريد کې لس حمله کوونکي او نهه ويشت نور کسان وژل شوي وو چې ډيری يې امنيتي سرتيري وو. تحريک طالبان پاکستان د دې حملې پړه پر غاړه اخيستي وه او شمالي وزيرستان کې ميشته د ازبکستان اسلامي تحريک وسله والې ډلې پر خپل ويب سايټ د حملو کوونکو لسو ازبکو جنګياليوو تصويرونه خپاره کړي وو.

د پاکستاني پوځ د ننيو حملو په اړه تحريک طالبان پاکستان په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې وژل شوي کسان وسله وال نه بلکې عام وګړي دي.

تر دې مخکې د ورته بريدونو وروسته د شمالي وزيرستان ځايي خلکو مشال ريډيو ته ويلي چې د پوځ په بمبارۍ کې اکثره ولسي وګړي وژل شوي وو خو د دې تازه حملو په هکله ځايي ولس لاتر دې دمه څه نه دي ويلي.

په همدې حال کې په شمالي وزيرستان کې ګرځبنديز يا کرفيو لګول شوي. د مشال ريډيو د خبريال په وينا د اتمانزۍ وزیرو جرګې خلکو ته له سیمي څخه د ممکنه پوځي عملياتو د کېدو ترمخه د کډه کولو ويلي خو خلک د ګرځبنديز له وجې بهر نه شي وتلی او کورونو کې ايسار دي.

همداراز د پاکستان په ځينو لويو ښارونو کې امنيت سخت کړل شوی او سرښار اسلام اباد کې د ځینو مهمو ودانیو د امنيت ساتلو دنده پوځ ته سپارل شوي.
XS
SM
MD
LG