د لاسرسي ځای

تازه خبر

د برګډال په بدل کې خوشې کړل شوي طالبان وسله وال نه ول


فارن پالیسي مجله لیکي، تېره شپه ناوخته (د دوشنبې او سې شنبې تر منځ شپه) د امریکا حکومت د هغه هېواد د کانګرس غړو ته د امریکايي سرتېري بو برګډال په بدل کې د پینځو طالبانو خوشې کولو په اړه مالومات ورکړل.

فارن پالیسي مجله لیکي، تېره شپه ناوخته (د دوشنبې او سې شنبې تر منځ شپه) د امریکا حکومت د هغه هېواد د کانګرس غړو ته د امریکايي سرتېري بو برګډال په بدل کې د پینځو طالبانو خوشې کولو په اړه مالومات ورکړل.


دا پینځه طالب مشران عبدالحق واثق، ملا نورالله نوري، ملا محمد فاضل مظلوم، ملا خیرالله خیرخواه او ملا محمد نبي نومېږي.

د سپینې ماڼۍ غونډې ته وربلل شویو د کانګرس غړو وویل، حکومت ورته دلیلونه ورکړل چې ولې یې د برګډال په بدل کې پینځه طالب بندیان خوشې کړل؟

د دوی په خبره، حکومت وايي، دوی د برګډال روغتیا په اړه اندېښمن ول، خپل سرتېری یې بندي نشو پرېښودای او وېرېدل چې وسله وال به برګډال ووژني.

خو ځینې وکیلان وايي، د حکومت دا دلیلونه د دې اندېښنې لپاره کافي نه دي چې بندي طالبان خطرناکه کسان ول.

فارن پالیسي مجلې ته د رېپبلېکن ګوند له خوا د کانګرس یوه غړي مایک ټرنر ویلي دي چې دوی په غونډه کې د خوشې کړل شویو طالبانو د خطرناکه کېدو یا د هغوی له خوا د ګواښ د کموالي یا زیاتوالي په اړه خبرې وکړې.

د ډیموکراټ ګوند له خوا د کانګرس غړی جېرولډ نیډلر وايي، ده ((ته نه ښکاري چې خوشې کړل شوي بندیان وسله وال ول.))

د ده په خبره، تل دا ویل کېږي چې خوشې کړل شویو بندیانو امریکایان وژل.

نیډلر زیاتوي، په خوشې کړل شویو کې درې کسان د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې والیان ول.

د ډیموکراټ ګوند او د کانګرس یو بل غړي زو لوفګرېن هم مني چې خوشې کړل شوي کسان وسله وال نه ول بلکې حکومتي چارواکي ول. د ده په اند، ((هغوی سرتېري نه ول او نه اوس سرتېري دي.))

لوفګرېن فارن پالیسي مجلې ته ویلي دي چې د برګډال په بدل کې د طالبانو خوشې کول له قانوني پلوه سم کار دی.

د ده په اند، ((نړیوال قانون دا اجازه ورکوي چې د جګړې پر وخت بندیان وساتل شي، خو چې جګړه پای ته ورسي نو جنګي بندیان بیا نشي ساتل کېدای.))
XS
SM
MD
LG